نظــر

د ذولفقار عملیاتو هلمندیانو ته څه ورکړل؟

لیکوال: ابراهیم سپېڅلی

د هلمند په سنګين ولسوالۍ کي څه کم دوو میاشتو راهيسې پيل شوي پوځي عمليات (ذولفقار) پای ته ورسېدل.

سيمه ييز چارواکي دغه عمليات بريالي ګڼي او وايي، د نورو دا ډول عملياتو پلان هم لري.

په هلمند ولايت کي بيا مدني ټولنې، ولسي وګړي او سيمه ييز خبريالان په دغو اوږدو پوځي عملياتو کي د (۱۵۰۰) کورنيو د بې ځايه کېدو خبره کوي.

د دوی په قول د عملياتو په لړ کې د ولسي خلکو زيات کورونه او باغونه خراب شوي او په امنيتي حالاتو کې هغه بدلون، چې په کار ؤ نه دی راغلی.

دلته لوستونکو ته ډېرې پوښتنې پيداکېږي او هغه دا، چې: د ذولفقار په نامه دا عمليات د څه لپاره وشول؟

ياد پوځي عملياتو لوی تاوان چاته ورسوي، د چا کورونه، باغونه او سرونه په کې له منځه ولاړل؟

د هرې پوښتنې ځواب ترلمر روښان دی، چې په دغو عملياتو کې تر هرچا ډېر تاوان ولسي خلکو ته رسېدلی دی، ځکه که نور هېڅ نه وي يوازې د يو زر او پنځه سوه کورنيو بېځآيه کېدل، لويه ستونزه ده.

کوم وخت، چي موږ د يوې کورنۍ نوم اخلو، دا په واقيعت کي د يوڅو نارينه، ښځو او کوچنيانو يوه ټولګه ده، يعنې په هره کورنۍ کي له پنځو څخه تر لسو کسان ژوند کوي، چي په دې حساب پنځلس زره انسانان همدااوس بې کوره او بې اوره کډه په شا يوې او بلې خواته سرګردان ګرځي.

دا، چي څومره بې ګناه کسان به وژل شوي يا ټپيان شوي وي، په دې اړه لا تراوسه کره شمېره نه ده معلومه، خو ډېرامکان لري، چي ځيني بې ګناه کسانو دي هم په دې اخ او ډب کي خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی وي، ځکه په داسې عملياتو کې دواړي غاړې له سپکو او درنو وسلو کار اخلي، چې بيا ړندې ګولۍ او مرمۍ د چا مراعت نه کوي.

دا يوازې د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د ذولفقار په نامه پوځي عمليات نه دي، چي تاوان يې ولس ته رسيږي، بلکي په دې روانو پرله پسې انقلابونو، کودتاګانو او تپل شويو جګړو کي ډېرو بېګناه ملکي وګړو ځانونه او مالونه له لاسه ورکړي دي، چي بيا يې هېچا پوښتنه لا هم نه ده کړې او که يې کړې نو يوازې د رسنيو په مخکې تشې ژمنې ورسره شوې دي اوبس.

پوځي عمليات هغه مهال بريالي ګڼل کيږي، چي په پايله کي يې ولس د ارامۍ او خوشحالۍ سا واخلي، يوه ګوله ډوډۍ ورته پيدا او ترڅنګ يې سر او مال خوندي شي، نه دا چې خدای مه کړه د هرې غاړې عمليات اول د ملکي خلکو کورونه او اورونه له منځه يوسي.

همدااوس د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ د پنځلس سوه بې ځايه شوو کورنيو په اړه دولت څه پلان لري؟ ايا د دې دومره زياتو کسانو بېرته ځای پرځای کول، د هغوی له منځه تللي يا تاواني شوي کورونه او باغونه بيا رغول اسانه خبره ده؟

څوک د هغې هلمندۍ کونډې پرسر پوړني وراچوي، چي مېړه يې بېګناه وژل شوی، څوک د هغه يتيم د ښې راتلونکي غم خوري، چي د پلار نېکمرغه سيوری يې له سره لرې شوی او بالاخره د هغه ورور، د هغې مور، د هغي خور، د هغې لور او د ….. اوښکې په دې عملياتو ارزېدې، چې تویې شوې؟

دولت او وسله والو مخالفینو ته په کار ده، چې د همدغو ځپل شویو ولسي وګړو او د خپل ګران افغانستان د سمسورتيا په خاطر په بېلا بېلو نومونو د پوځي او وژونکو عملياتو پر ځای د سولې پر پتمن ټغر د يو او بل غوښتنو، وړانديزونو، انتقادونو او ترخو خبرو ته د بيان د ازادۍ ترچتر لاندې په ورين تندي غوږ ونيسي.

د خدای لپاره !! نور دا ولس د جګړې توان نه لري، نور دا ولس د نړۍ د پرمختللو ولسونو په ډول پرمختللی ژوند غواړي، وړکتون، ښوونځی، لېسې او پوهنتون ته اړتيا لري.

جګړې زموږ هره کورنۍ سوځلې او د نړۍ له ګړندي کاروان څخه يې ډېر وروسته پاته کړي يو، په کار ده، چي دولت او په جګړه کي ټولي ښکېلي غاړي د سنګر او ټوپک د ابادۍ پرځای د ولس د خوشحالۍ او ښې راتلونکي په موخه کتاب، کتابتون او علمي مرکزونه اباد کړي، چي په داسې ابادۍ کې د ټولو ګټه نغښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x