ټکنالوژي

اپل کمپنۍ خپل نوی اپریټنګ سیسټم وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، وری ۲۲مه ۱۳۹۴ل): اپل کمپنۍ له څو اونیو پرلپسې ازموینې وروسته خپل نوی اپریټنګ سیسټم کاروونکو ته وړاندې کړ.

اپل کمپنۍ څو اونۍ وړاندې د دغې اپریټنګ سیسټم بیتا (Beta) ورژن د ازموینې په موخه کاروونکو ته وړاندې کړی و. اپل خپل دغه نوی اپریټنګ سیسټم (OS X Yosemite 10.10.3) نومولی دی.

اپل کمپنۍ دغه اپریټنګ سیسټم کې ځینې ځانګړتیاوې زیاتې شوي او ټول هغه امنیتي خنډونه چې د دې اپریټنګ سیسټم په پخوانيو ورژنونو کې شتون درلود تر ډیره له منځه وړل شوي.

دا به د اپل کمپنۍ لومړنۍ اپریټنګ سیسټم وي چې د (Photos for OS X) له ځانګړتیا سره کاروونکو ته وړاندې کیږي.

اپل کمپنۍ د لومړۍ ځل لپاره تیر کال دغه ځانګړتیاوې د (WWDC) په نړیواله غونډه کې معرفي کړ. د مک سیسټمونو لرونکي له تیر یو کال څخه له دغو ځانګړتیاو ګټه پورته کوي خو د اپل کمپنۍ په سمارټ فون کې دلومړۍ ځل لپاره وړاندې کیږي.

د اپل کمپنۍ د تصویرونو دغه نوی سافټ وییر چې نوی اپریټنګ سیسټم کې ځای پر ځای شوی د دغې کمپنۍ پخوانی سافټ وییر (iPhone and Aperture) پر ځای به استعمالیږي.

هیره دې نه وي چې له دې وړاندې د اپل کمپنۍ اپریټنګ سیسټم له سختې ماتې سره مخ شوی و او دغه کمپنۍ مجبوره شوې وه چې له کاروونکو څخه وغواړي چې د دې کمپنۍ نوی اپریټنګ سیسټم له خپلو سیسټمونو او سمارټ فونونو څخه پاک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x