افغانستان
د کندهار هوايي ډګر ته نیژدې پر بهرنیو ځواکونو سرښندونکی برید شوی

د طالبانو له خوا ددې برید مسئولیت اخیستل سوی، او ویاندي يې قاری یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چي چاودنه د یو طالب سرتیري له خوا د بهرنیو ځواکونو پر موټریز کاروان تر سره شول، چي په کښي مرګ ژوبله رسیدلې، خو دقیق معلومات يې په لاس کي نه لري.
د بلي خوا د کندهار ولایت امنیه قومندان جنرال عبد الرازق هم د پيښي تصدیق کړی، او ویلي چي نن غرمه په سیمه ایز وخت د یوې بجې په شاوخوا کې د کندهار د هوايي ډګر په لومړی دروازه کې چاودنه تر سره شول، چي تر اوسه يې د مرګ ژوبلي دقیقه شمېره په لاس کي نه لري، او په دې اړه يې تحقیقات روان کړي دي.
باید وویل شي چي تیره ورځ هم د کجکي ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د طالبانو له خوا پر بهرنیو ځواکونو سرښندونکی برید تر سره شوی وو، چي له کبله يې یو شمېر بهرني او کورنیو عسکرو ته مرګ ژوبله رسیدلې وه، او د طالبانو په وینا د چاودني وروسته بهرنیو ځواکونو پر ملکي خلکو ډزي پیل کړي، او ګڼ شمېر يې مړه او ټپيان کړه.