نړۍ

سعودي: ۶۰۰ چینايي کارکونکې مسلمانان شول – انځورونه

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۲۲مه، ۱۳۹۴ل): په سعودي کې ۶۰۰ هغه چینايي کارکونکي د اسلام په مقدس دین مشرف شول، کوم چې په هیواد کې د اورګاډو پر منصوبه باندي کارکوي.

د سعودي رسنیو په قول ددوی د اسلام کیسه هغه وخت پیل شول، کله چې د سعودي یو شمېر دعوت ګرو د مکه مکرمه په ښار کې د تنعیم دعوي مرکز څخه پر هغوي باندي کار پیل کړ، او هره ورځ د ۱۲ ساعتونو لپاره د هغوی استوګنځایونو ته ورتلل، او دعوتي مجالس یې جوړول، او په دغه کار کې چینايي مسلمانانو څخه هم ګټه اخیستل.

او زیاته کړې چې د اورګاډو په منصوبه کې کارکونکي انجینران، د کارکونکو مشران او خپله کارکونکې په خپلو استوګن ځایونو کې دعوتي مجالسو ته را بلل کېدل، او پر دغه کار باندي یوه میاشت تیره شول، چې اخیر اکثرو د شهادت کلیمه وویل، او اسلام یې اعلان کړ.

هغه دعوت ګران چې دغو چینایانو ته یې دعوت ورکړی، وايي چې اوس ددوی دنده نوره هم سخته شول، ځکه چې اوس دغو نویو مسلمانانو ته خپل نوی دین ور زده کول او هغوی پر خپل نوي دین باندي ثابت پاته کول هم ډیر کار غواړي چې ددې لپاره دوی هغوی ته وخت په وخت په چینايي ژبه لیکل شوي دیني کتابونه ورکوي، د هغوی لپاره د عمرې پروګرامونه ترتیبه وي، او همداسي د حج ادا کولو لپاره یې اماده کوي، او د دین نور ارکان ورته تشریح کوي.
سعودي: ۶۰۰ چینايي کارکونکې مسلمانان شول

سعودي: ۶۰۰ چینايي کارکونکې مسلمانان شول

سعودي: ۶۰۰ چینايي کارکونکې مسلمانان شول

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
wahidullah

سبحان الله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x