ولسمشر د سولې په خبرو کې څومره ریښتونی دی ؟

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: تیره ورځ د ګډ حکومت مشر ښاغلي اشرف غني احمد زي د عالمانو شورا له غړو سره په کتنه کې وويل:

که د سولې راوستو په لاره کې مي سر هم لاړ شي، ورته چمتو يم.

سوله ، په هیواد کې د سولې ټینګښت ، سوله ییز مذاکرات د سولې شورا… هغه توري دي چې په هر مناسبت او نیږدې هره ورځ د ولسمشر اشرف غني په خوله تکراریږي ، خو په عمل کې لیدل کیږي چې بیاهم د هرې ورځې په تیریدو سره په هیواد کې د نا امنۍ کچه لوړیږي .

د بیلګې په توګه که یواځې د تیرمارچ میاشتې ته وکتل شي نو هغه د ولسمشر اشرف غني لخوا دسولې میاشت اعلان شوه ، تر دې میاشتې څو ورځې مخکي نوموړي د پاکستان د پوځ او څارګرې شبکې له مشرانو سره په ګډه غونډه کې اعلان وکړ چې د مارچ د میاشتې په پیل کې به د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیلیږي او نور به په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی ښودل کیږي.

خو په عملي ډول مونږ ولیدل چې په همدې مارچ میاشت کې د سولې د خبرو په ځای د دولتي ځواکونو لخوا د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې پوځي عملیات پیل شول چې په ترڅ کې یې ۴۵۰ ځمکني او د بهرنیو ځواکونو له لوري ۱۱ هوايي بریدونه ترسره شول .

د مارچ د میاشتې په تیریدو سره نه یواځې دا چې له طالبانو سره د سولې خبرې نه شوي پیل ، بلکې له طالبانو سره د سولې د خبرو پرځای خپله د ګډ حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافات او درزونه راپیداشول.

هغه کوم پوځي عملیات چې د دولتي ځواکونو له خوا په ۱۸ ولایتونو کې پلي شول د ولسي وګړو له مرګ ژوبلې پرته یې بله هیڅ لاسته راوړنه نه لرله او د هغوی له پایته رسیدوسره سم د کابل په شمول د هیواد په ختیځ او شمالي سیمو کې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو لړۍ پیل شوه .

د سولې په اړه د ولسمشر اشرف غني قول او عمل ته په کتوسره داسې ښکاري لکه نوموړي ته چې په افغانستان کې یواځې د جګړې تازه کولو ماموریت سپارل شوی وي؛ ځکه د ده د ګډ حکومت په تیره ۷ میاشتنې دورې کې افغانانو له جګړو، امنیتي پیښو او داخلي اختلافاتو پرته بل هیڅ پرمختګ نه دی لیدلی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

څه په خوند دزړه له اخلاصه ورغاړي وتی دی هههههههه دظالم چرګه داسي عکس به دې څومره افغانان وویني هههههههههه ډېموکراسي ده نو

گل مرجان
میلمه
گل مرجان

ننننننننننوشششش جانت غنی حق عبدالله راهم زدی هههاهاهاهاهاهاهاهاهاهاه
رهایش نکنی که تازه به دستت آمده است .

حبیب الرحمن قانت
میلمه
حبیب الرحمن قانت

البته په دومبک راستی کې خو همدومره مینه او محبت وي او د دیمکراسی داساساتو څخه یوه هم برابری ده په همدي مانا چې دنر او ښځې تر منځ به تو پیر نه وي

غوربندي
میلمه
غوربندي

یارانو د ځان ګومان ولې پرې کوی ددې خصي شوي رګ هم ولا که ورته وښوري

محمد
میلمه
محمد

د نن ټکې اسیا د محترمو مسئولینو څخه صمیمانه خواهش کوو چې د دا منحوسینو دا لعنتي عکسونه نه پورته کوئ دوی خو همدا غواړي چې خلګو ته تحریک ورکئ او د فاحشو کارونو رسم ؤ عادت عام وګرځوئ نو تاسو همکاري مه ورسره کوئ — وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ –