ورزش

کرکیټ: په ننګرهار کې د افغان ملي لوبډلي او د خیبرپښتونخوا د لوبډلي تر منځ لوبه پیل شوه

pakistan and afghanistan cricket teamsد ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د پښتونخوا او افغانستان د کرکټ لوبډلو تر منځ لوبه پيل شوه.
دا د هېواد په تاريخ کې لومړى ځل دى، چې يوه بهرنۍ لوبډله د کرکټ لوبې لپاره افغانستان ته راغلې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو د څانګې يوه غړي نصرت الله وفا ويلي ، دا د پنځوسو اورونو لوبه ده، چې نن سهار پر لس بجې پيل شوه.

هغه زياته کړه، چې د دې لوبې نندارې ته د ننګرهار له بېلابېلو سيمو مينه وال د غازي امان الله د ښار ګوټي لوبغالي ته راغلي دي.
وفا وايي، چې پاکستانۍ لوبډله به د افغان کرکټ بورډ له لوبدلې سره پنځه دوستانه لوبې ترسره کړي.
ټاکل شوې ده چي افغانستان به په روانه میاشت کې د پاکستان د ملي کرکیټ لوبډلي سره په دوبۍ کې د کرکیټ پنځوس اوریزه لوبه ترسره کړي، او د افغانستان د کرکیټ بورډ چارواکي وايي چي د خیبر پښتونخوا د ډلي سره دا لوبي د هغه لوبي لپاره د افغاني لوبغاړو له خوا د چمتوالي نیولو یو ښه چانس دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x