
د سعودي مفتي: پر ځوانانو باید عسکري خدمت اجباري شي
د سعودي مفتي تیره ورځ د خپل جمعې په خطبه کې وویل چې د هیواد پر ځوانانو باید عسکري خدمت اجباري شي، تر څو هر وخت د وطن او دین څخه د دفاع به خاطر چمتو وي.
د سعودي لوی مفتي عبد العزیز بن عبد الله آل الشیخ په پلازمینه ریاض کې د ترکي بن عبد الله په نامه جامع جومات کې خطبه ورکول، نوموړي وویل چې مونږ باید خپل ځوانانو ته غور زیات کړو، باید هغوی اماده کړو، او عسکري خدمت باندي الزامي کړو. او زیاته یې کړه چې د ځوانانو لپاره دا ډیره اړینه ده چې خپل دین او وطن څخه دفاع وکړای شي.
آل الشیخ وویل چې مونږ امن لرو، او دا یو ډېر لوی نعمت دی، چې خلګ باندي راسره حسد کوي، ددې نعمت شکر په همدې توګه ښه ایستل کیدای شي چې ځوانان د عسکري خدمت لپاره تیار وي، او عسکري تدریب یې کړی وی.
مفتي وویل چې دښمنان غواړي چې د مسلمانانو دین، اخلاق، او اقتصاد خراب کړي، او د هغوی سره مقابله په عسکري، فکري او تعلیمي میدان کې کیږي، باید ځوانان ورته اماده کړه شي، او استدلال یې د قرآن کریم په آیت مبارک باندي وکړ: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا خُذُوا حِذْرَكُمْ فَانفِرُوا ثُبَاتٍ أَوِ انفِرُوا جَمِيعًا}.
هغه وویل چې د هیواد ساتنه په موقت استعداد او تدریب باندي نه کیږي، بلکي ځوانان باید خپل د دوطن د دفاع په خاطر هر وخت وروزل شي.
باید وویل شي چې سعودي د عربي نړۍ په سطحه په پوځي لحاظ ۳ قوت دی، او د نړۍ په سطحه ۲۸ هیواد دی، د پوځ شمېر یې ۲۳۳ زره او پنځه سوه دی، او د احتیاطي پوځ شمېر یې ۲۵ زره دی، سعودي د حرس الوطني په نامه پوځ هم لري، چې د هغه شمېر هم تر یو لک پوځیانو اوړي.
سعودي د تیر میاشتي مارچ په ۲۶ په یمن کې د حوثیانو په خلاف د عاصفة الحزم په نامه عملیات پيل کړی، او تر اوسه توانېدلي چې په دې جګړه کې لس نور عربي او خلیجي هیوادونه د ایتلاف په شکل کې ور شریک کړي.
حوثیانو په یمن کې د پخواني ولسمشر علي عبد الله صالح د وفادارو پوځیانو په ملتیا د هادي عبد ربه حکومت ړنګ کړ، او پر هغه یې کودتا وکړه چې په ترڅ کې حوثیان په پلازمینه صنعا کې واکمن شول، او هادي عبد ربه تر لنډ بند وروسته عدن ښار ته او بیا له هغه ځایه سعودي په تیښته بریالی شو.