Posta-da-10

کونړ کې سلګونه عسکر محاصره دي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د کونړ ولایت په مروره، دانګام او سرکاڼو ولسوالیو کې سلګونه عسکر له څو میاشتو راهیسې محاصره دي.

د کونړ د سیمه ییزو چارواکو په وینا د مرورې ولسوالي په غاښي کنډو، د دانګام په بنشۍ او سرکاڼو په ناواپاس سیمو کې سلګونه عسکر له خپلو پوستو د باندې نشي وتلی او ټولې لارې پرې تړلې دي.

د کونړ ولایت د ولایتي شورا رییس حاجي دین محمد هم وايي چې په یادو سیمو کې ګڼ عسکر د طالبانو تر محاصرې لاندې دي او په خبره يې د اکمال او مرستې ور رسولو ټولې لارې پرې تړلې دي.

دوی وايي چې وړاندې يې هم د کورنیو چارو وزارت له مسوولینو سره د محاصره عسکرو د خلاصونو خبره شریکه کړې ده، خو د دوی په وینا تر اوس کوم عملي اقدام نه دی شوي.

د کونړ د سرکاڼو په ناواپاس سیمه کې د محاصره پوستو عسکرو ازادي راډیو ته ویلي چې له یوې میاشتې راهیسې د پوستو له خونو د پوستو انګړ ته نشي راوتلی.

د دوی په خبره چې د ډېر ضرورت لپاره هم د پوستې له خونې سر راوباسي طالبان پرې ډز وکړي.

د کونړ سرپرست والي شجاع الملک جلاله هم مني چې په سرکاڼو، مروره او د دانګام په ځينو سیمو کې د دوی عسکر تر محاصرې او ګڼو ستونزو لاندې دي، خو په قول يې د خلاصون لپاره يې هڅې کوي.

تر دې وړاندې هم په کونړ، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو کې د اردو، پولیسو او اربکیو عسکرو ورته شکایتونه کړي و او ولسي خلکو هم د دوی په سیمو کې د پوستو جوړول یوازې طالبانو ته د جګړې پلمه په لاس ورکول ګڼلي و.

په کونړ کې د محاصره عسکرو په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو په مروره، سرکاڼو او په دې وروستیو کې د دانګام په ولسواليو کې د طالبانو د عملیاتو په اوږدو کې هغوی د دې ولسوالیو د پراخو سیمو د نیولو دعوې وکړې، چې ښايي دولتي لوري يې په هغه مهال له رسنیز کېدلو ډډه کړې وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د