پر امریکايي عسکرو ډزي کونکی په لغمان کې د اتل په توګه استقبال شو، نن یې جنازه ده – انځورونه

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د لغمان ولایت اوسیدونکی عبد العظیم چې درې ورځي وړاندي یې د ننګرهار ولایت په مقام کې پر بهرنیو عسکرو ډزي وکړې، او لږ تر لږه یې یو عسکر مړ او اوه نور ټپیان کړل.

عبد العظیم پر امریکايي عسکرو د ډزو وروسته د افغاني عسکرو له لوري په ډزو سره ووژل شو.

عبد العظیم د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ د غازي اباد د کلي وو، تیره ورځ یې په خپل پلرني ټاټوبي کې شاندار استقبال په داسي حال کې وسو چې د سیمي اوسیدونکو د هغه انځورونه په لاسونو کې را اخیستې وه، او د هغه په حق کې دعاوي کولې او شهید یې ورته ویل.

نن د علیشنګ ولسوالۍ په غازي اباد کلي کې د نوموړي جنازه پر لس نیمي بجې تر سره کیږي.

باید وویل شي چې افغانان په خاصه توګه د ملي اردو او ملي پولیسو هغه عسکر اتلان بولي چې پر بهرنیو عسکرو ډزي کوی، او هغوی له منځه وړي، ددې تر مخه هم څو ځلي په ورته پيښو کې افغاني عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې بیا وروسته د خپلو قریبانو، دوستانو، کلیوالو او عام افغانانو له لوري د اتلانو په توګه استقبال شوي دي، او په جنازو کې په زرګونو افغانانو ګډون کړی.

د یادوني وړ ده چې د افغان عسکرو په بریدونو کې ډېری لوړپوړي بهرني پوځي مسوولین په نښه کېږي، چې د تېر لمریز کال د زمري په -۱۴مه – هم د رفیق الله په نوم افعان عسکر د کابل په قرغه کې د ویتنام له جګړې وروسته لوړپوړی امریکايي پوځي منصبدار د ټوپک شپېلۍ ته برابر کړ او ځای پر ځای یې وواژه.

azeem (1)

azeem (2)

azeem (3)

azeem (4)

azeem (5)

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د