نړۍ

چمن: د ناټو لپاره په غلا تیل وړونکي ټانکران ودرول شول

pak-afghan-borderنن ټکی اسیا: د افغانستان او پاکستان په سرحدي ښار چمن کې د پاکستاني ځواکونو له خوا ناټو ته په غلا تیل وړونکي ټانکران ودرول شول.
د تفصیلاتو سره سم نن د پاکستان رسنیو وویل چي د چمن په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو لپاره ۱۲ تیل وړونکي ټانکران درول شوي.
او زیاته کړې چي دغه ټانکران چي په ډیزلو بار وه، د افغانستان او پاکستان د ترانزیټ په پلمه يې په اصل کې د بهرنیو ځواکونو لپاره تیل وړل.
د خبر له مخي پاکستاني ځواکونه دغه ټانکران خپل له ځانه سره بیولي دي.

د یادوني وړ ده چي د تیر کال راهیسي په افغانستان کې د ناټو پر ځواکونو باندي د پاکستان له خوا اکمالاتي کاروانونه دریدلې دي، او پاکستان اجازه نه ورکوي، چي ددغو ځواکونو لپاره دي د پاکستان له لاري تیل یوړل شي.
پاکستان دغه پریکړه هغه وخت وکړه کله چي د ناټو هلیکوپټرو د افغانستان او پاکستان سره پر پوله د وزیرستان په سیمه کې پر یوه پاکستان قرارګاه باندي بمبار وکړ، چي په ترڅ کې لږ تر لږه يې ۲۶ تنه پاکستاني عسکر ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x