ټکنالوژي

فیسبوک د چټنګ لپاره نوې پاڼه جوړه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، وری ۲۲مه ۱۳۹۴ل): د فیسبوک پر پاڼه له خپلو ملګرو سره چټنګ کولو پر مهال د خوښولو او ځینې نور اپشنونه د انسان ذهن او فکر مشغولوي او نشي کولی خپلو دوستانو ته پر وخت ځواب ورکړي.

فیسبوک کمپنۍ د پورته مسئلې حل لپاره یوه داسې نوې پاڼه جوړه کړې کوم کې چې یوازې د چټ یا پیغامونو استولو اپشن شتون لری او بس.

د فیسبوک لخوا د چټنګ لپاره جوړه شوې پاڼې ادرس (messenger.com) دی کوم چې یوازې دوستانو ته د پیغاومونو استلو یا هم له دوستانو سره د چټ کولو لپاره جوړه شوې.

فیسبوک میسینجر د فیسبوک کمپنۍ یو اپلیکیش دی چې په سمارټ فونونو کې د چټنګ کولو لپاره استعمالیږي خو دغه کمپنۍ د سیسټمونو کاروونکو ته هم دغه اسانتیا وړاندې کړ.

دغې پاڼې ته د ننوتو لپاره جلا اکاونټ جوړولو ته ضرورت نشته او کاروونکي کولی شي خپل د فیسبوک اکاونټ او پاسورډ په مرسته دغې پاڼې ته ننوځي او له خپلو دوستانو سره وصل شي.

د فیسبوک کمپنۍ ژباړونکی خبریالانو ته وویل چې دغه نوې پاڼه د دې لپاره جوړه شوې تر څو کاروونکي له کوم نوټیفیکیشن لیدو پرته له خپلو دوستانو سره خبرې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x