
وه خـــدایه روغ نه وزي له جنګه ستا د پاره
شاعر: بشیر وصال
وسوه ځي په اور کي ځواني دنګه ستا د پاره
وه خـــدایه روغ نه وزي له جنګه ستا د پاره
وتړي په ځان پوري اورونه رامیدان ته شی
شی ستي ستي لکه پتنګه ســــــــتا د پاره
مات شي او راولویږي گلاب وي پاڼي پاڼي شي
څکلي یې خواږه دمینی بنګه ستا د پاره
خوند د پائزیبونو د بنګړیو دَسِتار دی څــــه
زار دزنـدانی زولنو شرنګه ستا د پاره
مادي دیوه وصــال خاطر پکي ساتلی وو
ولویدم دژوند له هسک ګړنګه ستا د پاره.