پرېوتی او بې حیا غلیم ولې داسې کوي!

us army with afghan childrenپه روهي ویب پاڼه کې مې یو ډېر دردوونکی خبر ولوست، که رښتیا ووایم دومره بده اغېزه یې راباندې وکړه چې نه پوهېدم  څه وکوم؟  سر مې را باندې وګرځېد!  نېټ مې سمدستي بند کړ، ماسختن ناوخته هم و، یو څه مې اخوا دېخوا ځان بوخت کړ، نور مې خوب ته پناه ور وړه، که څه هم چې په داسې وخت کې خوب چېرته چا ته ورځي! خو له دې سره سره مې هڅه وکړه تر څو یو څه آرام وکوم.

خبر داسې و ( پر افغان ماشومانو باندې دتېري له امله دوه برتانوي سرتېري نیول شوي دي!!!  ) دا خبر دروهي ویب پاڼې له خولې برتانوي ( سن) ورځپاڼې خپور کړی، او ویلي یې دي چې دوو برتانوي سرتېرو پر دوه افغان ماشومانو چې عمرونه دلسو شاوخوا وو جنسي تېری کړی او بیا یې ويډیو نورو ملګرو ته ښودلې ده، اوس له دغه کسانو نه تحقیقات روان دي، او دهمدې ورځپاڼې له خولې چې دبرتانیا دفاع وزارت ویاند دسرتېرو دنیولو پخلی کړی مګر دمګړئ یې دتور په هکله خبرې له وخت نه مخکې بللې دي!!!

که څه هم چې دغه کرغېړنه کړنه لومړی ځل نه دی چې تر سره کېږي، ځکه دغه ځناورو په لومړیو کلونو کې په ترجمانانو باندې تېری کړی و، له هغه وروسته یې بیا پر صاحب منصبانو بانو باندې، دا هغه څه وو چې خبري رسنیو خپاره کړل او پرې وغږېدې، هغه چې همداسې پاتې شوي او څوک نه دي پرې خبر یا خبري رسنیو څه نه دي ویلی هغه خو مه وایه.

هغه څه چې له ځینو بې پته بد نامو تش په نامه افغان ښځو سره کېږي او یایې دوی خپله کوي، یا بګرام او دنیواکګرو نورو هډو ته ور وړل کېږي او یا خپله ورځي هغه خو پرېږده! ځکه دښځو بې پته کول خو دوی ته جرم نه ښکاري! ددوی په اند ښځې خو پیدا دهمدې لپاره دي؟!!! او همدا ددوی په قانون کې دښځو حقوق دي! دښځو بربنډوالی، له ګڼو نارینه وو او آن له ځناورو سره یې یو ځای کېدل ددوی ددیموکراسئ له بنسټونو څخه دي!!

دا ګیله هم نه ده په کار چې دغه ځناور ولې داسې کوي! ځکه دوی انسانان نه دي، دانسانانو په بڼه کې له ځناورو نه هم ډېر ټيت او پرېوتي دي! دانسانیت بوی نه پېژني! انسانیت له دوی نه بیزاره دی! دوی انسانیت وشرمولو! دوی که انسانان وای کم تر کمه لږ حیا خو به یې لرلی! په دوی کې نر له نر، ښځه له ښځې، انسان له ځناور سره که جنسي اړیکې نیسي کومه دشرم او عیب خبره نه ده! او دا ددوی قانون دی، او دوی پرې شرمېږي هم نه، بلکې پرې ویاړي! یوازې ټیټ پوړی او عام وګړي یې نه، بلکې لوړ پوړي چارواکي یې  ددغه رنګه بدکاریو په کولو، خپرولو او نورو ته ښودلو ویاړي! یوازې دا نه بلکې په نړیواله کچه خبري رسنی هم پر خبروي، هغه تېر کال چې دآلمان خارجه وزیر له خپل یو  تجار ملګري سره په ښکاره او قانوني توګه واده وکړ! اوټولې نړیوالې خبري رسنئ پرې وغږېدې هغه خو ټولو ته له لمر نه هم جوت او څرګند دي، ددوی له لوړو او اړینو موخو څخه یوه دا ده چې دانسانانو تر منځ حیا ورکه کړي، له ځناورو سره په جنسي اړیکو ټینګولو باندې انساني کرامت وتروړي، دانسانیت او حیوانیت تر منځ توپیر لیري کړي!

اوس خبره دا ده چې دغه ځناور ولې دا رنګه خبرونه خپروي؟ له دینه ددوی موخه څه ده؟ په داسې حال کې چې ددوی په قانون کې جنسي اړیکي که په هره توګه پوره کېدای شي کوم عیب او شرم نه دی!

دلته خبره داده چې ماتې خوړلی دښمن چې اوس دخپل غرور وروستئ شیبې ګڼي، او نور یې دنړئ په کچه خپل هر څه له لاسه ورکړي، غرور یې دافغان غیرتي او میړني ولس دجهاد له برکته په خاورو لړل شوی، نه یوازې دا بلکې په تېر تاریخ کې یې مغرورو او پریوتو نیکونو هم همدا رنګه غاښ ماتونکی ګوزار خوړلی ، او په دې پوهېږي چې دغه غیرتي ولس په هېڅ څه دومره نه ځورېږي لکه په بې حیايئ او بې پتئ، دوی پوهېږي چې دغه میړني او مسلمان ولس ته له خپل دین، ځان اوهېواد نه ددفاع په لاره کې وژل کېدل، ټپي کېدل، کور ورانېدل، کلي ړنګېدل، ښارونه او هستئ له منځه تلل هر څه خوند ورکوي! اودخپل ځان لپاره یې ویاړ بولي، نه یوازې دوی بلکې ټوله نړئ ددغه سر لوړي او پتمن ملت په باتورئ او غیرت ګوته په غاښ ګواهي ورکوي، دوی غواړي خپل غچ له دې لارې واخلي، مګر کله به هم خپلو شومو او کرغېړنو موخو ته ونه رسېږي، دوی که غواړي په دغه رنګه بې حیا او بې پتو خبرونو سره دافغان ولس غرور او غیرت تر پوښتنې لاندې راولي کله هم نشي کولای، بلکې لا خپل ځناورتوب او کرغېړنتوب نړئ ته ښيي.

 په دې  کار سره به دافغان ولس کرکه نوره هم ددغه ځناورو پر وړاندې را وپارېږي، او داسې ګوزارونه به ورکړي چې دتل لپاره یې کهولونو کهولونو ته دعبرت درس وګرځي، هغه اتل او بهادر سرتېري غازیان او مجاهدین چې تر اوسه پورې یې دغه زبون وهلی دښمن ځپلی ایمانونه به یې لا پسې غښتلي، پر دې به نور هم ټنیګ باوري شي چې دغه ځناور یوازې داسلام او مسلمانانو نه بلکې دانسانیت دښمنان دي، هغه څه چې مونږ مسلمانانو ته خپل ایمان  اوعقیده وايي همغه ددغه ځناورو په هکله سم دي.

 اوس به افغان غیرتي ولس او نورو خپلواکو ولسونو ته دا ښه په ډاګه شي چې دافغان ولس جهاد ددغه ځناورو په وړاندې سل پل سلو کې سم دی، اوس به  ښه وپوهېږي چې هغه وخت چې اسلامي امارت ددغه ځناورو هر څه منلو ته غاړه نه اېښوده بالکل پر ځای او سم وو، ځکه ددوی هر څه منل او ددوی قانون ته غاړه ایښودل په حقیقت کې له انسانیت سره په مخه ښه کول دي! نن ورځ ټوله نړئ او په ځانګړي ډول افعان ولس ګوري چې دغه ځناورو زمونږ په ګران هېواد کې څه لوبې پیل کړې دي! زمونږ دګران اوغیرتي ولس ځيني زامن اولوڼې یې څه رنګه دبې حیایئ او بې شرمئ په لوموکې را ټینګ کړي دي، ددیموکراسئ په نامه یې په دغه غیرتی ټاټوبي کې څومره بې حیايیو، بې پتیو او بې عزتیو ته مخه کړېده، شپه او ورځ لګیا دي، په دغه ملک کې بې حیايي خوروي، تلویزیونونه، راډیو ګانې، ورځپاڼې، مجلې او ګن شمیر نورې وسیلې یې ددغه کار لپاره په ځانګړي ډول په کار ګومارلې دي.

افسوس چې ځينو خرڅ شوو او دپردیو تر سیورو لاندې را لوی شوو، اوځینو بې حیثیته او بې ظرفیته نفس پیروو او شيطان پلوو افغانانو هم دې کار ته په خورا درز سره مخه کړېده، مګر دوی او هم یې بادران باید ښه پوه شي چې دغه دبې حیايئ او بې شرمئ تور سیلابونه به آخر دوی په سر اخلي، دوی به خپله پکې ډوبېږي، ددوی دورکېدو لامل به ګرځي، دهمدغه بې حیایو دخپرولو په پایله کې به ولس نور هم ددوی په کرغېړنتوب باوري کېږي، هغه کسان چې لا تر اوسه پورې ددوی ددیموکراسئ، او بشر دوستئ په پوچو او تشو نارو غولېدلي هغوی به هم ددوی په وړاندې دولس تر څنګ ودرېږي، ځکه هر انسان که څه هم چې مسلمان نه وي، افغان نه وي دومره انساني حیا اوکرامت لري چې ددارنګه کرغېړنو او پرېوتو چارو کول په هېڅ توګه نه شي زغملای.

زما په اند ځناور ځکه دا رنګه بې حیایئ او بې شرمئ دافغان غیرتی ولس تر منځ خوروي تر څو له دغه ولس نه دننګ او غیرت بېخ وباسي، تر څو بیا ددوی په وړاندې ونه درېږي، ددوی هرې ښه او بد ته سر ټيټ او دزړه له کومي یې ورسره ومني، انسان چې انسان دی په غیرت اوحیا سره انسان دی، کله چې له انسان نه حیا لاړه شي بیا یې له ځناورو سره توپیر نه کېږي، آن چې په ځناورو کې ځیني ځناور شته چې یو څه حیا پکې شته ده، لکه پیشو، بیزو او… او کله چې حیا لاړه شي هلته بیا غیرت هم له منځه ځي، دنړئ نیواکګر او تاړاکګر اوس دې پایلې ته رسېدلي دي چې تر څو په افغانانو کې حیا ورکه نه کړي تر هغه نشي پرې برلاسي کېدای، او دا یو حقیقت هم دی، مونږ که دنړئ نورو مسلمانانو ولسونو ته وګورو پر هغوی باندې هم همداسې شوي، لومړی بې حیايي او بې شرمي پکې دود شوې او بیا وروسته دوی تر خپلې اغېزې لاندې راوستي دي، په ځانګړي ډول نیواکګر هڅه کوي هغه کسان دولس پر اوږو وربار کړي چې دحیا او غیرت بنسټ یې نړېدلی دبې شرمیو او بې پتیو په لومو کې بند وي، ځکه تر ډېره پوره واکمن دي چې دولس دبچیانو پر رزونه ژوره او پراخه اغېزه کوي، له همدې کبله کله چې دولس نوی کهول بې حیا و بې شرمه را لوی شي غیرت او ننګ په خپله ګډه ترې کوي، کوم څه چې همدا اوس یې مونږ په خپل ګران هېواد کې ګورو، په ښوونځیو او پوهنتونو کې دهلکانو او جینکو ګډ لوست اولیک، او هلته ډمتوب او بي حیايي ورښودل، تر دې چې ډمتوب ته هنرمندي وايي، او په پوهنتونو کې دډمتوب لپاره ځانګړې پوهنځئ جوړې شوي دي، او ډېر دافسوس ځای بیا دا چې همدغه ډمتوب ته ددود او ژبي دچوپړ نوم ورکوي!!!

افغان ولس او ددغه ولس غیرتي بچیان باید دې ټکي ته خورا ډېره پاملرنه وکړي، هر افغان مسلمان باید له خپل کور او کلي نه رانیولې بیا دهېواد تر کچې هڅه وکړي چې دغه دبې حیاییو او بې شرمیو دتوندو څپو مخه ونیسي، تر څو زمونږ په غیرتي ولس کې دغیرت او همت بنسټ جوړ او روغ پاتې شي، ددې لپاره  تر ټولو ښه او اغېزناکه لار دا ده چې څومره زر کېدای شي ددښمن ټغر ورټول شي او په دې لاره کې له خپلو مجاهدو وروڼو سره هېڅ رنګه مرسته ونسپمول شي، که څنګ پرڅنګ په سنګر کې نشو ورسره درېدلای باید له نورو لارو چارو مرسته ورسره وکوو، خپل ځان، خپل کور، خپل ولس وساتو، خپل تاریخي او پلرنی غیرت وساتو، خپل دیني ارزښتونه او خپل ملی ویاړونه وساتو، په عام ډول خپل انسانیت له دغه ځناورو نه وساتو، او دا په ښکاره او څرګند ډول باید دزړونو تل ته کوزه کړو چې دښمن هغه وخت پر مونږ برلاسی کېدای شي په کوم وخت کې چې له مونږ نه حیا او شرم لاړ شي، تر څو چې په مونږ کې شرم  اوحیا وي تر هغه پورې مونږ ژوندي او سرلوړي یو، کله که دغه ارزښتناک ګوهر زمونږ له منځ  نه ځي بیا نو ددوی لپاره تړلي چرګان یو، کوم څه چې همدا اوس په ځینو اسلامي هېوادونو کې دسر په سترګو لیدل کېږي.

اتل مجاهد

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د