افغانستان

د ميدان وردګو مالي او اداري رييس په يو وسله وال بريد کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د ميدان وردګو ولايت مالي او اداري رييس پير محمد کوچی د ناڅرګندو وسله والو له لوري ووژل شو.

د ميدان وردګو ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د پېښې پخلی کړی او زياتوي، چې پير محمد کوچی نن سهار اته بجې له خپل کوره دفتر ته روان و، چې لاره کې پرې ناڅرګندو وسله والو بريد وکړ او نوموړی يې ځای پر ځای وواژه.

د عطاء الله خوږياڼي په وينا وژل شوي پير محمد کوچي له تېرو درې لسيزو د مېدان وردګو ولايت لوړپوړی مسؤول پاتې شوی او د تېرو دېرېشو کلونو په ترڅ کې يې د سرپرست والي، مرستيال والي او نورو مهم څوکيو دندې ترسره کړي دي.

د پير محمد کوچي کورنۍ تر اوسه د نوموړي د وژنې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د پېښې مسؤولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x