quran-reading

د اسلامي نړۍ او مسلمانانو د وروسته والي عوامل او حل لارې يې

لیکوال: نويد صهيب وردګ

که په دقت سره وګورو په معاصر دور کې په اسلامي نړۍ باندی،  غرب او کفري دیموکراسی ته ژمن حاکمان، د اسلامي نړۍ او مسلمانانو د وروسته والي  یو لوی او عمده لامل ده.
صلیبیانو د همدې صلیب پلوه مجرمانو په بدرګه   په میلیونو مسلمانان شهیدان ، ټپیان او بندیان کړل.
د ټولې اسلامي نړۍ هوایي او ځمکنی حریم یې  مات او ټوټه كړ.
مسلمان یې په بېلابیلو نومونو سره تیت پرک او  و پاشل.
د مسلمانانو د عظمتونو څلي او یادګارونه يې وران  او په بار بار یې د اسلامي مقدساتو توهین وکړ.
ددې هر څه لوی عاملین همدا په اسلامي نړۍ کې کفر ته مایل بې واکه حاکمان ، او نور تش په نوم دیموکراټ مسلمانان دي.
ځکه کفارو دا هر څه په اسلامي نړۍ کې د  همدوی دې حاكميت  د بقاء لپاره کړي او کوي یې.
په دې کې شک نشته چې هيڅ مسلمان هم د اسلامې امت په اوسني حال راضې نه دی .ځکه چې مسلمانانو د الله تعالی په رسالت کې هم کوم چې پر هغوی يې واجب ګرځولی پاتې راغلي . لکه نړۍ ته د الهي دين دعوت او تبليغ او د دوښمنانو د مقابلې د پاره نظامي امادګۍ په برخه کې پاتې راغلی دي :
الله تعالي فرمايي :»  وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ…« [آل عمران/118] (او تاسې تر خپلې وسې وسې ډير زيات طاقت او زين کړی آسونه د هغوی د مقابلې د پاره برابر کړﺉ تر څو ددې په وسيله د الله دوښمنان او خپل دوښمنان په هيبت راولئ )
او هر وخت د هغوی د مقابلې د پاره تيارسی ووسئ :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا خُذُوا حِذْرَكُمْ فَانْفِرُوا ثُبَاتٍ أَوِ انْفِرُوا جَمِيعًا [71النسآء] (اي مؤمنانو ! هر وخت د مقابلې د پاره چمتو ووسئ بيا چې څنګه وخت و مومئ بيلابيلو ټولګي ټولګي ووځی يا ټول يو ځای .
يعنې هيڅ کله غفلت مه کوﺉ چې دوښمن به مو غافلګير و مومي او پر تاسې به ناچاپي حمله وکړي همدارنګه د هغوی د مقابله د پاره يا ډلې ډلې او ګروپ ګروپ ووځئ چې د جنګ دې طريقه ته چريکي عمليات هم وايي او يا ټول يو څای يو موټی ووځئ .
او د مسلمانانو پر خلاف د يهودو او نصارا له دوستي ، ملګرتيا او مدد کولو څخه په هر ډول چې  وي په کلکه ډډه وکړي .
قوله تعالی :[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ] (ای مؤمنانو ! يهوديان او نصارا په دوستۍ مه نيسئ هغوی په خپلو مينځو کې يو د بل دوستان دي ). »مائده/51«
دا هغه امور دي چې د مسلمانانو لخوا پکې کوتاهي او سستي شوې ده او د دوی د شاته پاتيدو سبب جوړ شوی . نو الله تعالی ته هيله مند يو تر څو د اسلامې امت دغه شاته پاتې والی په خپل فضل پورته کړي او په صحي مسير باندې چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم ترسيم کړی دی لاړ شي .
پيغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ  فرمايي:» تَرَكْتُكُمْ عَلَى الْبَيْضَاءِ لَيْلُهَا كَنَهَارِهَا «: [1] (تاسې مې په روښنايی کې پریښوﺉ چې شپه د هغې په شان د ورځې ده ).
او پيغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ  بل ځای فرمايي:» تَرَكْتُ فِيكُمْ أَمْرَيْنِ لَنْ تَضِلُّوا مَا تَمَسَّكْتُمْ بِهِمَا كِتَابَ اللَّهِ وَسُنَّةَ نَبِيِّهِ«: [2] (ستاسې په مينځ کې مې دوه څيزونه پريښودل تر هغه پورې به هيڅکله ګمراه نشئ څو پورې مو چې په دغو دوه څيزونو منګلې نښلولی وي )په هغه عمل وکړی ( د الله کتاب )(قرآن ) او (سنت نبوي )
د مسلمانانو د شاته پاتې کيدو علت دا دی چې دوی د الله تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اوامرو عمل نه دی کړی او په قرآن او سنتو يې خپلې منګلې نه دی لګولی او خپل ځان يې د دوښمن مقابلې ته نه دی برابر کړی تر څو د هغوی له مکر نه نجات و مومي .
په هر حال داسې نشو ويلای چې خير نشته او فرصت مو له لاسه ورکړی بلکه په دې امت کې د هميش د پاره خير او سعادت شته ولو که هر څومره ضعيف هم وي ځکه پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي :» لَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي ظَاهِرِينَ عَلَى الْحَقِّ لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَذَلَهُمْ حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللَّهِ«: [3] (پيوسته (هميشه ) به زما په امت کې يو ډله په حق وي او هغه به بريالی کيږي ، څوک چې د هغه ملګرتيا پريږدې هغوی ته به ضرر ونه رسوي تر هغه پورې تر څو قيامت برپا شي ) .
که اسلامې امت هر څومره ضعیف شي بيا هم په پوره توګه په هغه کې خير له مينځه نه ځي .بلکې داسې کسان به وي چې هغوی به د الله په دين پابند وي او د الله تعالی د دين د قيام د پاره به هلې ځلی کوي که څه هم په يوه کوچني محيط کې وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د