افغانستان

سرنوشت: اربکیان د کابل ـ کندهار په لویه لار مسافر لوټي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د کابل ـ کندهار په لویه لاره د میدان وردګو په سید اباد ولسوالي کې د لارې د ساتلو په پلمه مېشت اربکیان د دې لويې لارې مسافر لوټي او د «شیريني» په نوم له موټروان او سپرلیو نه پیسې اخلي.

له کابله خپرېدونکې سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د دې لويې لارې تر څنګ د مېشتو خلکو او په دې لاره موټر چلوونکو له خولو لیکلي چې تر څو يې اربکیانو ته پیسې نه وې ورکړې، تر پوستې وړاندې نه پرېږدي.

سرنوشت د شمس الله په نامه د یو موټر چلوونکي خبرې رااخیستې دي، چې په خبره يې اربکیان له بار وړونکو موټرو نه په هره پوسته کې له له پنځوسو تر سلو افغانیو پیسې اخلي او بیا يې خوشي کوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې اربکیان له لوږې او نیستۍ دې کار ته اړ شوي دي، ځکه چې دولت په وخت معاش نه ورکوي تر څو چې يې نوی معاش راځي تر هغو پیسو ډېر ورته دوی پوروړي شوي وي.

د میدان وردګو د سید اباد ولسوالي د ششګاو سیمې اوسېدونکي د نن ټکی اسیا سیمه ییز همکار ته وویل چې په دې لاره نږدې لس د اربکیانو پوستې پرتې دي، چې پوستو ته له څېرمو دوکانونو سودا اخلي، خو پیسې يې نه ورکوي.

د دوی په قول اربکیان له موټرو دومره پیسې اخلي چې د دوی د سګريټو او د مبایل کارتونو بس شي، خو نور ټول خوراکي لګښت يې له نږدې دوکانونو دی، چې دوکانداران يې د پور په تمه ورکوي، خو تر اوسه د کومې پوستې اربکیانو کوم دوکاندار ته د سودا پيسې نه دي ورکړې.

سرنوشت د میدان وردګو د سرپرست والي د ویاند له خولې لیکلي چې دوی به په نږدې وخت کې له دې لويې لارې د اربکیانو پوستې ټولې کړي او پر ځای به يې د ملي اردو عسکر مېشت شي.

د کابل ـ کندهار د لويې لارې دا ساحه څو ورځې وړاندې هم د عامو وګړو د مرګونې پېښې شاهده وه، چې دسیمې اوسېدونکو پر ۳۰۳ ډوله موټر د ډزو شک هم پر دې لویه لاره د پوستو په عسکرو درلود.

د غزني په مقر کې هم د دې لويې لارې په سر د اربکیانو د پوستو اړوند شکایتونه شوي و، خو تر اوسه د غزني سیمه ییزو چارواکو د غزني په مقر کې د اربکیانو له لوري د تلاشي په پلمه د مېرمنو د ښکته کولو اړوند کوم اقدام نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x