نړۍ

مصر کې اسلام ضد رسنيزې کړنې مخ پر زياتېدو دي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د مصر ديني حلقې او مذهبي خلک وايي، چې هېواد کې د سياسي توپان او د يو ځانګړي فکر پر ضد د روان تاوتريخوالي تر څنګ د اسلام، صحابه کرامو او د احاديثو د امامانو پر ضد سپکوونکې څرګندونې د مصري رسنيو برخه ګرځېدلې ده.

الازهر پوهنتون له مصري چارواکو غوښتي، چې «القاهره والناس» تلويزوني پروګرام بند کړي، چې له څو مياشتو راهيسې د اسلام ضد خپرونې کوي، د صحابه کرامو او د احاديثو د امامانو سپکاوی کوي.

الازهر پوهنتون څخه په خپره شوې اعلاميه کې د مصر له لويې څارنوالۍ غوښتل شوي، چې د «القاهره والناس» پروګرام چلوونکی اسلام بحيري ونيسي او پروګرام يې بند کړي؛ ځکه چې دغه پروګرام د اسلام پر اصولو ملنډې وهي، صحابه کرامو او د اسلام د سترو علماوو سپکاوی کوي او دا کار يې د مصر د ملي مصالحو او امنيت ضد ګڼلی دی.

اعلاميه کې راغلي، چې د مصر د اساسي قانون له مخې ازهر پوهنتون مکلف دی، چې هېواد کې د اسلامي کلتور ضد خپرونو مخنيوی وکړي او په دې اړه د چارواکو توجه راوګرځوي.

د يادونې وړ ده، چې مصري ولسمشر عبدالفتاح السيسي «د اسلامي فکر او عقيدې په اړه د ديني انقلاب» غوښتنه کړې وه او له هغې وروسته مصري رسنيو د اسلام، صحابه کرامو، نبوي سيرت، اسلامي علماوو او اسلامي تاريخ سپکاوی پيل کړی او تل پر اسلامي مقدساتو ملنډې وهي.

د مصر يو بل سيکولر ليکوال او ژوناليست ابراهيم عيسی هم په خپل اونيز پروګرام «مقال» کې د اسلامي مقدساتو، صحابه کرامو او تابعينو سپکاوی، مګر هېڅ رسمي دولتي ارګان تر اوسه د ياد اسلام ضد پروګرام په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

د الازهر پوهنتون وکيل دکتور عباس شومان وايي، چې د اسلام ضد پروګرامونو د بندېدو غوښتنه يې د مصري ولس د هغو غوښتنو له مخې کړې، چې له الازهر څخه يې د دغو پروګرامونو مخنيوی غوښتی دی.

د الازهر پوهنتون د مقاصد الشريعة استاد دکتور وصفي ابو زيد وايي، چې د کودتاچي ولسمشر عبدالفتاح السيسي «د اسلامي فکر او عقيدې په اړه د ديني انقلاب» له څرګندونو وروسته دا ډول اسلام ضد خپرونې زياتې شوي؛ ځکه چې اوسنی واکمن نظام د اسلام او مسلمانانو د ټولو ارزښتونو پر ضد راپورته شوی دی.

استاد ابوزيد زياتوي، تر څو چې سيسي واکمن وي او د نړۍ ټول مسلمانان د کفارو قاتلين بولي، نو دا ډول خپرونې او د جاهلانو اسلام ضد تلويزوني پروګرامونه به نور هم وده کوي.

«الاهزر پوهنتون د اسلام ضد خپرونو په جرم کې برابر شريک دی؛ ځکه چې همدې پوهنتون د سيسي په مشرۍ د پوځي کودتا ملاتړ کړی او دغه پوځي ديکتاتور زرګونو مصريان وژلي، د اسلام سپکاوی يې کړی او له ښوونيز نصابه يې د صلاح الدين ايوبي، عقبة بن نافع او نورو تاريخي سټو ژوند ليکونه ويستي دي.»

نوې فقه

بل پلو د الازهر پوهنتون د علماوو ټولنې غړی شيخ محمد عوف وايي، چې د اسلام ضد خپرونو بنسټيز لامل د دولتي مؤسسو او ارګانونو له لوري د بې دينو او ملحدانو رسمي ملاتړ دی، تر څو د اسلامي مقدساتو او اسلامي فقهې پر ضد د سيسي له خوا نوې فقې ته وده ورکړي او په مصري ولس کې يې رواج کړي.

شيخ عوف الجزيرې تلويزون ته وويل، چې د کودتاچي نظام د کلتور لومړي وزير جابر عصفور هېواد کې د اسلامي حجاب پر ضد په پراخه کچه تبليغات پيل کړي او د معارف وزير يې له ښوونيز نصابه د اسلامي تاريخ زرينې پاڼې ووېستې.

شيخ عوف وايي، چې ازهر پوهنتون هم داسې خلک فارغ کړي، چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرام «زناکاران، قاتلين او مجرمان» بولي.

شيخ عوف وايي، چې د اسلام ضد خپرونو او پر اسلامي مقدساتو د ملنډو بنسټيز لامل د اسلامي حرکتونو اعتبار له منځه وړ دي؛ ځکه چې دغه حرکتونه د پوځ، نظام او بې دينه کړيو مخالف دي او دوی ټول پر دې پوهيږي، چې د اسلامي حرکتونو او جهادي فکر اساس له اسلامي اصولو، صحابه کرامو او اسلامي تاريخه سرچينه نيسي.

سرچينه: الجزيره.نت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x