افغانستان

«د دفاع وزارت د تېلو په تړون کې د دولت سل ميلیونه ډالره زيان دی»

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۲۲مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر اشرف غني د نوي حکومت په لومړيو ورځو کې د ملي دفاع وزارت د يو شمېر چارواکو دندې د اختلاس او فساد په تور ځنډولې وې او د دفاع وزارت د تېلو قراردادونه يې لغوه کړي و او قرارداد کې د فساد څېړلو لپاره يې د حميدالله فاروقي په مشرۍ يو کميسيون ټاکلی و.

حميدالله فاروقي کابل کې يو مطبوعاتي کنفرانس ته د څېړنو د پايلو په اړه وويل، چې د ملي دفاع وزارت د تېلو په قراردادونو کې دولت ته د سل ميليونه ډالرو زيان سربېره پنځه ميليونه غلا هم شوې ده.

فاروقي زياتوي، چې د ولسمشر په امر د پيل شوو څېړنو پايلې دا راوتي، چې د ملي دفاع وزارت له لوري د پېرودل شوو تېلو بيعې د نړيوال بازار او ايساف له نرخه لوړ حساب شوي دي.

د فاروقي په وينا د دفاع وزارت له لوري د تېلو په قرارداد کې دولت ته سل ميليونه ډالره زيان دی.

فاروقي خبري کنفرانس ته وويل، چې کورنيو چارو، دفاع وزارت او د پراختيايي او بيا جوړونې ادارې په ګډه په دغه قرارداد کې پنځه ميليونه ډالره اختلاس کړی او د تېلو قراراد يې د نړيوال مارکېټ په پرتله سل مېلونه زيات ښودلی دی.

«درې واړو يادو شوو ادارو غوښتل، چې په ګډه دغه قرارداد په لوړه بيه وکړي، تر څو يې زيان دولت او ګټه يې دوی او شرکتونو ته ورسيږي، مګر د ولسمشر له لوري د ټاکل شوي څېړونکي پلاوي په هڅو مو د دغه فساد مخنيوی وکړ.»

د ګډ حکومت مشر اشرف غني د نوي حکومت په لومړيو کې د دفاع وزارت د تېلو په قرارداد کې د شکمنو کسانو دندې ځنډولي او دغه چارواکي يې له هېواده ممنوع الخروج اعلان کړي دي.

فاروقي په خپل خبري کنفرانس کې وويل، چې په تورنو کسانو کې له جنرالانو نيولې تر ټيټ پوړو چارواکو موجود دي.

د لوجستيکي قراردادانو د څېړونکي کميسيون مشر دغه قراردادونه د هېواد پر ضد يو ملي خيانت وباله او زياته يې کړه، چې د خپلو څېړنو پايلې يې ولسمشر ته سپارلي او هغه پرې خپل ډاډ څرګند کړی او ژمنه يې کړې، چې په فساد کې ښکېل کسان به له دندو ګوښه او محکمې ته وړاندې کړي.

تر اوسه دا نه ده څرګنده، چې د دغه څېړونکي کميسيون پايلې به د ګډ حکومت دواړو لوريو ته څومره د منلو وړ وي او د عملي کېدو چارې به يې څومره شونې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Habib khan

بايد دا فاسد كسان محكمه شي او شتمني يي ضبط او بيت المال وسفاري

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x