د اردو عسکر د عملیاتو په مهال، په ولسي شنو کروندو کې

ملي دفاع وزارت د «فتح» په نوم عملیات پیلوي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د ملي دفاع وزارت په داسې حال کې چې یاد وزارت لا هم د کابینې په دویم پړاو کې نوماند وزیر نه لري، د سږ کال د پسرلنیو عملیاتو د پیل خبر ورکوي.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته ويلي چې دوی به د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې ۲۱ پوځي عملیات د « فتح » په نامه پیل کړي، چې ډېر تمرکز به يې په نا امنه سیمو کې وي.

که څه هم تر دې وړاندې به د دولت له لوري د طالبانو پر ضد عملیات د ژمي په پیل کې پيلېدل، ښايي دا لومړی ځل وي چې دفاع وزارت د طالبانو د عملیاتو د پیل له موسم سره جوخت د خپلو عملیاتو د پیل خبر ورکوي.

د طالبانو له لوري لا هم د خیبر عملیاتو لړۍ روانه ده، تر اوسه نه ده روښانه چې طالبان به خپل نوي عملیات په کوم نامه پیل کړي.

دولتي چارواکو تر دې وړاندې په هلمند کې د ذوالفقار او په غزني کې د نصرت په نامه عملیات وکړل، چې د دفاع وزارت چاوراکو بریالي عملیات وبلل، خو ولسي وګړو دغه دواړه عملیات د ولس وژنې او ځورونې کړۍ بللې دي.

د هلمند په ذوالفقار عملیاتو کې د ولسي وګړو تر ۱۵۰۰ پورې کورونه او باغونه نړول شوي دي او په غزني کې هم د نصرت عملیاتو په پایله کې تر ۷۰ ډېر ولسي وګړي شهیدان شول، چې د ده یک او شلګر اوسېدونکو د دې عملیاتو پر ضد لاریونونه ترسره کړل.

ملي دفاع وزارت په داسې حال کې د خپلو نویو عملیاتو د پیل خبر ورکوي، چې د ذوالفقار عملیاتو له پای سره جوخت لسګونو عسکرو خپلې ۱۸ پوستې طالبانو ته پرېښودې او له سیمې يې پېښې سپکې کړې.

یاده دې وي سږ کال به افغان عسکر د عملیاتو په مهال د خپلو بهرنیو ملاتړو له همکاري بې برخې وي او د طالبانو پر ضد د جګړې مسوولیت دوی په غاړه اخلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
0 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د