گډ حکومتونه او گډ عمليات

chapaپه افغانستان کې د گډو حکومتونو گډ عمليات هغه مهال پيل شوي، چې يو بې پښتوشوي خاين پښتون او افغان ځان ته پړ ملا عاشق شينواري د نولسمې پېړۍ په لومړۍ لسيزه کې د ملي تاريخ مقدسات قرآن او ټيكرى(اسلام او پښتونولي) پرېښوه ؛ نه يوازې يې د صفاريانو،غزنويانو، غوريانو، هوتكواو ابداليانو پراخه واكمني ړنگه كړه، بلكې شاه زمان يې لاس تړلى د گډ حکومت لومړني ليوال او غوښتونکي شاه محمود سدوزي ته، چې د وخت متمدنو انگريزانو او روسانو مسخه كړى و؛ 

وسپاره، په گډو عملياتو كې ترې سترگې ويستل شوې او پېنځه دېش كاله له سپېڅلتيا، رڼا او سمسورتيا بې برخې ژوندې پاتې شو.

آسمان ځمکه دواړه ژامې د نهنگ دي
څه به زيست کا څوک په خوله کې د نهنگ
(عبدالرحمٰن بابا)
ژرنده دا دنيا ده جوړه شوې ما قتيل لره
يو پل يې آسمان دى بل يې ځمكه نا قرار يمه
(عبدالروف قتيل خوږياڼى)

 د شاه زمان وروستۍ خبره دا وه، چې:

 ((پاشاهي بې تورې او توره بې هدفه نه وي))[حداد فرها- دافغان ملي تاريخ-د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز،۱۳۸۳ – پېښور].

د شاه زمان په وروستۍ څرگندونه کې د ملي روحيې بنسټونه (اسلام او پښتونولي) ځلول شوي دي.

له ده وروسته په سيمه كې گډ او غولوونكي حكومتونه جوړشول ، چې په ټولو گډوحکومتونو کې((گډ عمليات)) د اسلام او پښتونولۍ پر ضد تر سره شوي. په افغانستان كې يې له شاه محمود سدوزي وروسته ښکاره  جوړښت له سدوزي شاه شجاع پيل شوى، بارکزي امير دوست محمد خان روزنه ورکړه، امير عبدالرحمن خان او امير حبيب الله خان پالنه ور كړه او شاه امان الله خان ترې ملاتړ وكړ او حامد كر زي پر پښو ودراوه.

په لومړي پړاو کې عياشي سردارانو کوله، په دوه يم پړاو کې عربي او عراقي خادمان ورسره مل شول او په درېيم پړاو کې معلوم الحاله ډلو، افرادو او كورنيو يې تر چتر لاندې هر څه د گډې سترتيژۍ او اجاره دارۍ ښكار كړل.

 افغان مسلمانانو ته((دگډو عملياتو سترتيژي او اجاره ))  نه کومه نوې خبره ده ؛ نه ترې چا څرگنده خوشحالي ليدلې ، نه خوشحاله شوي او نه به خوشحاله شي.

دا څنگه؟

دا داسې، چې افغانان دين، پت او خپلواکي ساتي؛ ((سپېڅلتيا، رڼا او سمسور تيا)) غواړي.

 وگورئ!

په يوويشتمه پېړۍ كې څوك له چا سره گډ شوي او څه حال لري؟

 آيا له نولسمې او شلمې پېړۍ سره په دغه گډو سياسي هڅو کې كوم نسلي او توكمي توپير ليدل کيږي؟

 پرته له شكه تاريخ د بهرنيو غلو او يرغلگرو سره د يو شمېر معلوم الحاله سياسي او نسلي كړيو د اړيكو تكرار دى.

انگليس هماغه انگليس؛ روس هم هماغه روس دى، چې په نولسمه او شلمه پېړۍ کې ول، خو په يويشتمه پېړۍ کې يې موخې، غوښتنې او پوښتنې د امريکا په مرسته له ناټو سره پراخه شوي. يعنې گډ حکومتونه او(( گډ عمليات)) اوس د سردارانو په ځاى له افرادو، اشخاصو، معلوم الحاله کورنيو، درغلو ډلو، گوندونو او حزبونو سره جوړشوي، چې ورسره له هرې اړيکې د بې تفاوتۍ، بې كفايتۍ،  وينې او لوږې بوى پورته کيږي.

عام خلک تل د ملي مقدساتو(دين، پت او خپلواكۍ) ننگې ته ولاړ پاتې دي او ملي سنگر يې د ايمان په زور ټينگ كړى دى.

 له بلې خوا د لور او  زور روانې گډې خبرې او گډې وژنې مونږ له تره کي، امين، کارمل او نجيب هم اوريدلي، څه شول او څه پرې راغلل؟

له بده مرغه په افغانستان کې اوس هم چارواکي مست، درغل او عياش دي ؛ په بېلا بېلو بڼو سينگار شوي، چې د تورې کار نه کوي؛ د ډالرو په کار اخته دي او له گډو پوځي عملياتوسره گډې خبرې غواړي، خو پښتنو ته په سيمه کې د توري ميراث روڼ پاتې شوىدى او د همدې اصل له مخې د امريکا په مشرۍ يې په هېواد کې د گډو حکومتونو گډ سيمه ييز پوځي عمليات هم ناکامه شوي.

 كه دوى نور دوه سوه يوولس دليله ووايي خلک يې نه مني؛ ځكه ملي او ديني گټو ته وفاداري نه لري.

په تېرو دوه سوه يوولس کلونوکې له دغو تړليو ډلو توريالى افغانستان او آباد افغانستان چا ونه ليد او نه هغه نظر ته چا غوږ کېښود، چې د مشترک حکومت او مشترکو عملياتو غندنه يې په سيمه كې کړې.

د دغو ناخوالو تر څنگه حقايق نه ليدل او نه  اوريدل يې هم يو عادت گرځيدلى، چې دا گټه نه لري او نه دا جوړې شوې كړۍ له پړتيا ژغورلى شي.

 په سيمه کې د انگريزانو، روسانو او امريكايانو مشترکې حکومتي کړيو اته دېرش کاله مشترك عمليات کړي؛ اوس هم جگړه ده او كه دا ډلې  له دغه ناپاک شتون سره پاتې وي  سبا به هم جگړه وي.

د دوى ملي روحيه خواره شوې، د افغان ځان لار يې پريښې او هر معلوم الحاله فرد يې د امريكا رحمت ته لاس تړلى ولاړ دى او د هر اړخيزو تېريو زيان ته له پخوانيو ډېره خوشحالي څرگندوي.

په شمال کې ازبک له ازبک او هزاره له هزاره سره اړم دي او په جنوب کې ټوله نړۍ، بې پښتو پښتانه او پړ افغانان د پښتنو او مسلمانو تاجكو په وژنه اخته دي.

تېرو يوولس کلنو حالاتو وښودل، چې دوى عامې وژنې ته د دوستانه وژنو نوم؛ ځکه ورکړى، چې پښتانه او پت غوښتونکي افغانان د افغانستان د دين، پت او خپلواکۍ غوښتنې په ډگر کې شهادت عبادت بولي او په  دې هيله دي، چې الله پاک يې بخښي او شهيد گڼل کيږي.

په افغانستان کې د تېرو دوه او روانې پېړۍ څرگندې او پټې سياسي چارې پړاو په پړاو ځانگړې او كړكېچنې پاتې دي؛ ځکه، چې هېوادنيو((ملي او اسلامي)) غوښتنو او پوښتنو يې په وړاندې د ولس او اسلام ساتنې څلى  په ولسي بڼه پاللى دى.

ټول افغانان دې فکر وکړي، چې له دوستانه وژنو(مشترکو عملياتو)) او گډو حكومتونو ځان څنگه ژغورلى شو؟!

 آيا جگړه وکړو که خبرې او كه دواړه؟

زما په اند په افغانستان كې دواړه بې پايلې دي او جگړه له خبرو غوره ده؛ ځكه ، چې  نه يوازې مو په جگړه کې دين، پت او خپلواکي خوندي كړې، بلكې افغان روح مو هم مل پاتې دى.

د افغان اندېښنو څرگندوونكى او د افغان ملي تاريخ ليكوال قدرت الله حداد فرهاد وايي:
 
د سردار محمد داود د جمهوري رياست پرمهال څو کسه مشاورين ورغلل، چې صاحبه!

 مونږ په صدارت کې د وزير په رتبه مشاوران پاتې شوي وه؛ اوس څه وکړو؟

په ځواب کې ورته وويل شول، چې:

چا، چې مقرر کړي وئ، له هغه پوښتنه وکړئ.
دغه مهال شاه محمد ظاهر خان په روم کې و.
 د ډاکټر نجيب الله له خولې وروستۍ پوښتنه ده، چې:

 دې خلکيانو او پرچميانو ته داسې بوجۍ له کومه کړم، چې ټول وژغورل شي؟

 يو شمېر دوستانو يې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه لمن ونيوه، ځان او هېوادوال يې سپک او ورک کړل او دې نورو خپل دوستان په الوتکو کې له افغانستان څخه روغ رمټ په ډالرو ډډ ډډ وويستل.

اوس هغه ورڅ  بيا راتلونکې ده، چې  د غو  پريمانه جنرالانو، وزيرانو، وکيلانو او مشاورانو ته هم وويل شي:

 چا، چې ټاکلي وئ، هغو ته ورشئ.

 دا حقيقت د پټيدو او هيريدو نه دى، چې پښتانه ولې، چا او څنگه جنوب او ختيځ ته ولېږدول او دا تېر يوولس کاله ولې جگړې دي او هره ورځ ولې په مشترکوخبرو اوعملياتو کې د پښتانه او مسلمانو افغانانو د وژل کيدو، کډه کيدو،  نيول کيدو او ځورول کيدو چغې اورو؟

هو! ځکه، چې:

د پښتنو د يويشتمې پېړۍ نوم طالب دى، چې د هيچا زړه پرې نه سوځي.

کله داسې غږ پورته شي، چې طالبان ټول پښتانه دي او کله داسې ويل کيږي، چې په طالبانو کې پښتانه ډېر دي.

د طالب او پښتون خبره د تېرې شلمې پېړۍ له وروستۍ لسيزې يوه شوې او يوويشتمه پېړۍ پرې پيل شوې ده.

 مونږ پښتانه مسلمانان په دې کړمنه خبره کې نور د پاتې کيدو زغم نه لرو، چې پښتون نوم به نه ياديږي؛ خو وژل كيږي به په دې لامل، چې طالب دى.

که داسې نه وي بيا؛ نو دا دومره لښکرې، چې له اروپا او امريکا د طالبانو د جگړې لپاره راغلي او دا نور پښتانه د طالب په نامه وژل کيږي، کور ته يې ننوځي او پښتون د طالب خبره کولى نه شي؛ ځکه، چې د طالپ تور پرې لگيږي. که دا خبره راپورته شي، چې له طالبه څه غواړئ؟ دې ته هم سم ځواب ترلاسه کيدى نه شي.

طالب او پښتون په دې گنهگار دي، چې:

بې ډوډيو ته يې د فيشن او سينگار نه کولو خبرې کړي؛ ديموكراتو، راديكالو او جمهوريت غوښتونکيو اخوانيانو ته يې د خلافت او امارت خبره کړې ده.

همدا لامل دى، چې ځانونه يې په امريکا، اروپا او سيمه کې سينگار کړل؛ افغان ځان ترې هير او ملي روح ته پړ څرگند شول، خو اوس په رسنيو كې په گډو وډو سر دي او ملي تاريخ ته ځواب نه لري.

 پښتانه مسلمانان په اسلام او پښتونولۍ کې هغه څه ويني، چې د دوى د ژوند انه اړتيا ده.
ديموکراسي هم لکه کمونيستي نه چلېدلى او نه چليدلى شي؛ ځکه، چې د حكومت او دولت بڼې او ارزښتونه پرې له ولسي ملانړ پرته ټاكل شوي دي.
 
د لويديځ له نظرياتو پښتنو مسلمانانو په تېرو څه ناڅه درې پېړيو كې کرکه کړې او پاک افغانان يې هم نه مني.
په اروپا او امريکا کې دا وېره ده، چې وروسته له دې به له اسلامي نړۍ سره څه کوي؟ د دوى نيت څرگند دى د مسلمانو هېوادونو دولت مشران په رڼو سترگو ورته نه گوري او نه ولسونه پرې باور کولى شي.
((هغه بې شرمه افغانان، چې له انگليس، روس او امريکا څخه رحمت غواړي. الله پاک يې هير دى)) [حداد فرهاد] يو سل و يوشپيته کاله د سردارانو حکومتونه په بېلابېلو بڼو مشترک ول، خو کرغيړن، سوليدلي او سرټيټي سلگونه کسان يې د تاجکو، ازبکو او هزارگانو په استازيتوبسرداري نظام د پښتنو حکومت بولي. په داسې حال کې، چې سرداران ور سره يوځاى اوس هم د امريکا لاسپوڅي دي او پښتانه د طالب په نوم شپه و ورځ وهل کيږي او وژل کيږي.
که له نورو تېر شو يوازې د((اتحاد شمال)) تېروتنې وشمېرئ، چې څومره پښتانه، زاړه- واړه، ښځې او نرينه يې پر امريکايانو وژلي دي؛ نو د احصائيې له مرکزي دفتره به هم لاره ورکه کړي. حتا هغه بدمرغه پښتانه، چې حامدکرزي ته د مبارکۍ لپاره روان شوي هم بمبارد شوي دي.
داسې هم نه ده، چې څوک دا نه شي ويلاى، چې چا څه وکړل؟
د پښتون مسلمان تاريخ د سپېڅلتيا تاريخ دى او په دې رښتينولۍ کې يې ډېر تاوان هم گاللى دى.
د افغان ملي تاريخ فلسفي ارواښاد حداد نيكه رڼه كړې، چې:
د دولسمې پېړۍ چنگيزخان له پښتنو سلطان محمد خوارزم شاه غوښتى او د يوويشتمې پېړۍ د پيل ليوني بش د اسامه بن لادن غوښتنه كړې، دواړه ساتنې پښتنو ته ډېرې گرانې تمامې شوي: چنگيز اسلامي خلافت ختم کړ او امريکايي بد بوټي(بش) ديموکراسۍ او جمهوريت ته اسلام او پښتونولي خطرونه وگڼل، چې اوس يې اوباما د واك بدلولو نيت کړى.
لنډه دا، چې اروپايان او امريکايان سپېڅلتيا، رښتينولي او پښتونولي د گټې وټې منبع نه بولي او پښتانه ديموکراسي او جمهوريت نه مني او نه يې ساتي؛ ځکه په پښتونولۍ او اسلام کې جرگه او شورا په ډاگه مشر مشرتابه ته ټاکي، چې د ديموکراسۍ د ځانگړيو ډله ييزو ټاكنو په پرتله ډاډمن او پاخه بنسټونه دي. ديموکراسي او جمهوريت د پانگه والو او پانگه پالو ديکاتوري ده.
دم مهال د اسلامي دولتونو ولسونه په بېلابېلو بڼو ديموکراسي نه مني او پښتانه مسلمانان هم په خپل هېواد كې د حاكمو ډلو ملاتړي نه دي. په ديموکراسۍ کې ټولنيزې واکمنۍ ته پرته له پانگه والو بل څوک ټاکل کيداى نشي او پانگه پال يې د ټولنيز جبر له مخې د واكمنۍ منلو ته اړ دي؛ خو په اسلام او پښتونولۍ کې پښتانه په قناعت، ميړانه او سپېڅلتيا حساب كوي.
همدا لامل دى، چې  د سيمې او نړۍ د مشترکو حکومتونو او مشترکو عملياتو يوه ناروا هم د زغم وړ شوې نه ده. كه څه هم په سيمه او نړۍ كې د بش انقلاب ساتنې ته يوولس کاله ((مشترک عمليات)) روان دي؛ خو که داځل پېړۍ هم پرې تېره شي د حق و عدالت ځاى نيولى نه شي؛ سياسي او اقتصادي منابع ورځ تر بله له لاسه وركوي!
اته دېرش کاله وړاندې مې د ننگرهار دارالمعلمين د گلبڼ د صبر پر بوټي پروت لاندې بيت راپورته کړى، چې د يو سياسي امانت په توگه يې لوستونکيو ته وړاندې کوم:
چې صاحب څوک د قدرت اواقتدار وي
 بيا د عدل و عدالت هم دعوه دار وي!
له دې بيت پوهيدلى يم، چې د واک و ځواک لرونکي د عدل او عدالت له نشتوالي  خبرې نه کوي، بلکې د پلي کولو هڅې يې گړندۍ کوي. مننه

 

خليل الله قتيل زوى خوږياڼى

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د