ارمانونه زولنو کې

اسدالله رزين

دا د وینو فوارې دي او دا ناتار د وحشتونو
دا د نوې دنیا خوند او رنګ بازار د کړاونو

دلته اوښکې اوښکې مینځي دلته اوښکې تسلې وي
په سلګو سلګۍ بدلېږې جوړ بازار د ظلمتونو

تصورد مرستې کوڼ دی د ځپلو نارې نه اوري
نسکورشوی شانته پاڼ دی هسک منار د عظمتونو

د امید شیشې يي ماتې ارمانونه زولنو کې
د دهشت لمبې بلېږ ي د ایثار په دفترونو

تروږمۍ تروږمۍ کېږې انسانیت ته يې غړمبا ده
ړنګوي هر لور ته څلي د وقار د قدمونو

نور په پټه د جنون قافلې نه ځي تباهي ته
بربري سورڼی سورڼیږې په مزارد غیرتونو

جنازې دي پورته کیږې د مړستون لورته رزینه
یو تر بل اوړي تېرېږي د بهارد خزانونو

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د