ټکنالوژي

ګوګل غواړي له مایکروسافټ سره خپل رقابت نور هم سخت کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، وری ۲۲مه ۱۳۹۴ل): مایکروسافټ کمپنۍ له اوږدې مودې راهیسې د اپریټنګ سیسټم په برخه کې کوم ځانګړی رقیب نه لري خو اوس د ګوګل کمپنۍ غواړي چې له مایکروسافټ کمپنۍ سره د اپریټنګ سیسټم په برخه کې هم سخت رقابت وکړي.

ګوګل د کروم (Chrome) په نوم اپریټنګ سیسټم جوړ کړی او غواړي خپل دغه نوی منځ ته راغلی اپریټنګ سیسټم د کاروونکو تر منځ عام کړي او د زیات شمیر کسانو توجه جلب کړي.

د کاروونکو توجه جلبولو لپاره ګوګل کمپنۍ پریکړه کړې چې لوړ کیفیت لرونکي لپ ټاپونه جوړ کړي او په ارزانه بیه يي کاروونکو ته وړاندې کړې تر څو په دې وسیله وکولی شي د مایکرسافټ له کمپنۍ سره رقابت وکړي.

اوسمهال د مایکروسافټ کمپنۍ اپریټنګ سیسټم ډیر شمیر کاروونکي لري خو ګوګل کمپنۍ غواړي په لومړۍ مرحله کې لږ عاید لرونکي کسان جلب کړي او د مایکروسافټ کمپنۍ د کاروونکو شمیر یو څه کم کړي.

د دې پلان عملي کولو لپاره ګوګل کمپنۍ د هارډ وییر له ځینو کمپنیو سره په ګډه کار کوي تر څو وکولی شي ارزانه لپ ټاپونه کاروونکو ته وړاندې کړي.

ګوګل کمپنۍ ویلي چې د دوي نوي لپ ټاپونه به ۱۵۰ امرکایي ډالر قیمت ولري تر څو محصلین، ادارې او په ځینې ښوونیزو مرکزونو کې د کم عاید لرونکي کسان وکولی شي لپ ټاپ وپیري.

په دې موده کې ګوګل توانیدلی د سافټ وییر له ځینو کمپنیو سره هم ټړونونه لاسلیک کړي تر څو دغه کمپنۍ د ګوګل کمپنۍ کروم نومې اپریټنګ سیسټم لپاره سافټ وییرونه جوړ کړي.

د ټکنالوژي برخې کارپوهان وايي چې د ګوګل کمپنۍ نوي لپ ټاپونه د کاروونکو له تود هرکلی سره به مخ شي خو دغه کمپنۍ نشي کولی په لنډه موده کې د مایکروسافټ کمپنۍ ته ماتې ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x