بدخشان: جرم کې لسګونو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان په جرم ولسوالي کې د طالبانو او افغان عسکرو تر منځ په نږدې یو ورځنۍ جګړه کې دواړو لوریو د درونو مرګ ـ ژوبلو دعوې کړې دي.

طالبان وايي چې د بدخشان په جرم ولسوالي کې يې د دولتي عسکرو لویه قرارګاه او ترې چاپېره دیارلس پوستې نیولې دي، چې پکې يې ۹۱ عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

دولتي سرچينې بیا وايي چې په دې جګړه کې ۱۹ عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې او په خبره يې د دوو قومندانانو په ګډون ۲۷ طالبانو ته هم مرګ ـ ژوبله اړول شوې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی ملګرو د جرم په دهن آب خسته سیمه کې د ۳۵۰ عسکرو مېشت ځای په نښه کړی او ترې چاپیره دیارلسو پوستو په ګډون يې پنډغالی تر خپل واک لاندې راوستی.

د خبرپاڼې له مخې په دې جګړه کې ۴۹ تنه عسکر وژل شوي او ۴۲ تنه نور ټپیان دي «۲۵ د مړو اجساد يې په قرارګاه کې پاتې دي، د ټپيان په ګډون په لسهاوو تنه له وارخطايي او ډار څخه په دریاب کې د پورې وتو په وخت کې غرق شوي دي.

په عملیاتو کې په سلهاوو میله سپکه او درنه وسله، خورا زیات مهمات او نظامي توکي، ۱۶ عرادي ټانکونه او رینجر موټر هم له دښمن څخه په غینمت نیول شوي دي.»

د بدخشان د ولایتي شورا رییس عبدالله ناجي نظري هم وايي چې په دې جګړه کې درې اربکیان هم وژل شوي او طالبانو ۸ رینجرې له ځان سره بېولې دي.

د نظري په خبره په بدخشان کې د امنیه قومندان او د ملي اردو د کنډ ک مشر اوس نشته او دوی وړاندې هم د بدخشان سیمه ییزو چارواکو ته د دې ولسوالي د امنیت د ګډوډۍ په اړه شکایتونه کړي و.

د بدخشان سرپرست ولاي شاه ولي الله ادیب وايي چې په دې ولسوالي کې افغان، ازبک او تاجک طالبانو په ګډه حمله کړې وه، چې په خبره يې ازبک او تاجک طالبان له ازبکستان او تاجکستان دې سیمې ته د جګړې په موخه راغلي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د سرپرست والي دا څرګندونې رد کړې دي او هم يې ويلي دي چې «پرون ورځ د جګړې په ابتداء کې زموږ ۵ تنه مجاهدین شهیدان او ۷ تنه ټپيان شوي دي، چې بیا دښمن په تېښته پيل کړی او د مجاهدینو سره د جګړې تاب او فرصت په لاس نه دی ورغلی.»

تر دې وړاندې هم په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازو د ګډ حکومت په مشرانو غږ وکړ، چې د دې ولایت شاوخوا دوولس ولسوالي سقوط ته نږدې دي، چې باید مرسته ورسره وشي.

په بدخشان کې د امنیتي ځواکونو د همغږۍ د مرکز مسوولینو هم ویلي چې دوی به ډېر ژر په دې سیمه کې بېرته د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي، خو د شنونکو په باور د دولت له لوري په ګڼو سیمو کې د عملیاتو پیلول به د دوی قدرت سره ووېشي چې مثبتې پایلې به تر ګوتو نه کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د