نړۍ

امارات: د یمن په جګړه کې د نه ګډون پریکړه به پاکستان ته په تاوان تمامه شي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): متحده عرب اماراتو د پاکستان څخه غوښتي چې د خلیجي هیوادونو سره دي د خپلو اړیکو پر سر بیا له سره غور وکړي، او د خلیج په اړه دي خپل موقف واضح کړي.

د متحده عرب اماراتو د خارجي مسؤولیتونو څارنې د ادارې مشر انور بن محمد قرقاش تیره ورځ په خپل ټویټر اکاونټ باندي ولیکل چې اوس وخت راغلی چې خلیجي هیوادونه خپل رښتینی دوست او دښمن وپيژني، باید پاکستان د دوه مخي څخه لاس واخلي.

نوموړي ویلي چې له یوې خوا پاکستان ادعا لري چې د سعودي څخه به دفاع کوي او د خلیج امن د ځان امن بولي، خو له بله اړخه خلیج ته د متوجې لوی خطر په وړاندي داسي بې خونده او مړ موقف اختیاروي.

د یادوني وړ ده چې سعودي د پاکستان څخه په ډیر ټینګار غوښتنه کړې وه چې په یمن کې د حوثیانو په خلاف په عملیاتو کې ګډون وکړي، او خپل پوځ، الوتکي او جنګې بیړۍ په جګړې کې د ګډون لپاره ور ولیږدوي، خو د پاکستان پارلمان تیره ورځ پرېکړه وکړه چې دوی به دا کار نه کوي، بلکې بې طرفه موقف به اختیاروي، او سعودي ته یې مشورتا وویل چې دغه شخړه دي د جګړې پر ځای د خبرو اترو له لاري حل کړي.

انور قرقاش د پاکستان موقف خطرناکه، متناقض او غیر متوقع بللی، نوموړي وویل چې پاکستان باید د خپلو استراتيژیکو اړیکو په رڼا کې واضح موقف اختیار کړي، او په داسي لویو پيښو کې د پاکستان له خوا احتمالي او غیر واضح موقف اختیارول به ورته په تاوان تمام شي.

باید وویل شي چې د تیري اونۍ په چهارشنبه باندي د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پاکستان ته ولاړ او هلته یې د پاکستاني پوځ د مشر راحیل شریف سره ولیدل، او داسي ګمان کیږي چې جواد ظریف په دې توانېدلی تر څو پاکستان د یمن په جګړه کې بې طرفي ته قایل کړي.

بل خوا د پاکستان موقف د سعودي چارواکو هم نه دی خوښ شوی، او د سعودي ځیني خبري سرچیني وايي چې د پاکستان د پارلمان دا پریکړه به د ریاض او اسلام اباد تر منځ په اړیکو ډیر بد اثر وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدصادق

وخت رارسیدلی ده چی ددی لوی منافق حکومت منافقه چهره خه بربنده شی او دخپل منافقت په سزا ورسیگی له الله پاک نه ورته همداسی غوشتونکی یو

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx