ورزش

رونالډو د ریال ماډرېډ لپاره ۳۰۰ ګولونه بشپړ کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، وری ۲۲مه ۱۳۹۴ل): کرسټیانو رونالډو د ریال ماډرېډ شخصي هسپانوي لوبډلې لپاره ۳۰۰ ګولونه سرته رسولي.

ریال ماډرېډ د رایووالیسانو شخصي لوبډلې ته ۲-۰ سره ماتې ورکړه خو د دې بریا سربیره بیا هم د بارسلونا شخصي لوبډلې څخه ۴ نمرې ورسته دي.

د رایووالیسانو په خلاف لوبه کې رونالډو خپل ۳۰۰ ګولونه بشپړ کړ.

د دې لوبې په لومړۍ نیمايي کې ریال ماډریډ هیڅ ګول سرته نه و رسولی خو په دوهمه نیمايي کې د بینزیما، مارسیلو او بیلي پرلپسې حملې د ریال ماډریډ لوبډلې سره په ګول وهلو کې ډیره زیاته مرسته وکړه.

د همدې لوبې په دوهمه نیمايي کې د ډیني کارواجال په کراس سره کرسټیانو رونالډو وتوانید ګول سره ورسوي او په دې ډول يي خپل په ۲۸۸مه لوبه کې خپل ۳۰۰ ګولونه مکمل کړ.

رونالډو له ګول وهلو یوازې ۶ دقیقې وروسته روډرګز ته د ګول وهلو چانس برابر کړ او په دې ډول ریال ماډریډ دغه لوبه ۲-۰ په توپیر سره وګټله.

له بریا وروسته روډرګز رسنیو ته وویل:« د لوبې په پیل کې مونږ له مشکلاتو سره مخ وو خو په اخره کې وتوانیدو چې دغه لوبه په خپل بریا پای ته ورسوو. د لوبې په لومړۍ نیمايي کې رایووالیسانو لوبډلې لوبغاړي سخته لوبه کوله او مونږ په دې وپوهیدو چې دوهمه نیمايي کې به هغوې یو څه ستړي شي او پر مونږ به فشار کم شي چې د لوبې په پای کې همداسې وشو.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x