نړۍ

دهندوستان اسلام پلوه ډلو سلمان رشدی وهند ته له ورتګ څخه منع کوي

(نن ټکی اسیا جنوری ۲۰۱۲/۱۹) دهندوستان دجیپور دادبی غونډي ترتیبونکو خبرورکړي دي، وایی سلما نه رشدی به ونشي کړای چی دجیپور په ادبي غونډه کی برخه واخلي. ددغي غونډي تنظیموونکو وویل دهندوستان داسلام پلوه ډلو مخالفت ددي لامل شو چی سلمان رشدي باید دغه غونډه کی براخه وانه خلي.

دهندوستان دجیپور ښار ددغي ادبی میلي یا غونډي ترتیبونکي او منتظمین وایی داچی ددغي میلی دپرانستلو نیټه بدله شوی ده او په هیواد کی ټول اسلام پلوه ډلي دسلمان رشدي دراتګ مخالفت کوي نو سلمان رشدي به ونشي کړای چی دغه غونډه کی برخه واخلی، ولي نو دمیلي یا ادبي غونډي ترتبیوونکی وایی دغونډی ترتیبوونکي ډله اوس هم خپل هغه دریځ باندی ټینګار کوي چی ګواکي سلمان رشدي دی هرو مرو دغه غونډه کی برخه واخلي. دیادولو ده چی تیره ورځ دهندوستان هیواد ‌ډیري لویی او به سیمه کی ډیري مشهوري او وتلی اسلامی جامعي (جامعه دارالعلوم دیوبند) چی نه یواڅي دهند بلکه داسیا په کچه ډيره بانفوذه اسلامی اداره بللی کیږی دجیپور په ادبی غونډه کی دسلمان رشدي دبرخي اخیستني مخالفت کړی وو. سلمان رشدي په کال ۱۹۸۸ کی ځیني شیطانی ایاتونه لیکلي وو نوموړي په دارنګه کړونه سره غوښتو چی اسلام ته په سپک نظروګوري داسیی وسوسیي او اواندیښنی رامنځ ته کړي ګواکي دغه دین الهی دین نه بلکه دخلګو په لاس رامنځ ته شوي کومه لاره اودین دي. له دي څخه وړاندی چی کله دجیپور د ادبي میلي دترتیبوونکو له لوری خبرورکول شوی وو چی ددغی غونډي پرانستلو ته یی سلمان رشدی رابللي دی، دارجستان ولایت چارواکو چیري چی دغه غونډی دائریدله سخته انديښنه ښودلي وه امنیتي چارواکو خبرورکړی وو چی کیدای شي دغی سیمي ته دسلمان رشدي په راتګ سره امنیتی پیښي رامنځ ته شي. دهندو په نامه سره یوي هندی ورځپاڼي خبرورکړی دی چی دراجستان لومړي وزیراشوق جهلوټ دهندوستان دکورنیو چارو له مرکزي وزیر سره دموضوع په اړه تفصیلي خبري وکړي. دراجستان ولایت لومړي وزیر دهندوستان هیواد دکورنیو چارو له مرکزي وزیر سره دخپلو خبرو پروخت وویل هیواد کی اسلام پلوه ډلو حکومت دي ته اړ کړ چی سلمان رشدي باید دغه ولایت کی دائریدونکي ادبي غونډه کی برخه وانه خلي. دیادولو ده، سلمان رشدی چی کورني یی له کشمیر څخه سرچینه اخلي په ۲۰۰۷ کال کی دجیپورپه ښارکی په ورته غونډه کی برخه اخیستي وه.

بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x