افغانستان

فراه: طالبانو په عام محضر کې درې تنه سړي تښتوونکي ووژل

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): طالبان وايي چې د فراه په بکوا ولسوالي کې يې درې تنه سړي تښتوونکي چې په ګڼو غلاوو کې يې هم لاس درلود، د دوی په خبره پخپله سزا ورسول.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دغه درې تنه غله د دې ولسوالي اړوند د جمعه بازار سیمه کې شل ورځې وړاندې د دوی ګوتو ته ورغلي و او پرون يې په عام محضر کې ووژل.

خبرپاڼه زیاتوي «درې تنه غله اواختطاف کونکي هر یو نبي جان د حاجي تورجان زوی د کنسک د سیمي اوسیدونکی، سیدحبیب د سید قدرالدین زوی د سعادت اوسیدونکی او داود د ابراهیم زوی چې ۲۰ ورځې وړاندې د مجاهدینو له لوري د فراه مرکزي سیمو کې له کره شواهدو سره ژوندي نیول شوي په خپله سزا ورسېدل.»

د خبرپاڼې له مخې دې غلو ۲۱ تنه له تښتولو وروسته وژلي، ۲۵ موټرسایکلونه يې غلا کړې او هم يې د ۳۱ موټرو د غلاوو کولو اعتراف کړی دی.

د فراه سیمه ییز چارواکي هم د طالبانو له لوري د دریو تنو غلو او تښتوونکو د وژلو پېښه مني او هم يې د دې مجرمو کسانو د سیمو اړوند د طالبانو څرګندونې سمې بللې دي.

د فراه د ولايت شوار غړي دادالله قانع پژواک خبري اژانس ته ويلي چې د دې کسانو له نیولو وروسته خلکو طالبانو ته عریضې کړې دي او ويلي يې دي چې دې خلکو ترې غلاوې کړې دي.

قانع ويلي چې دغه درې تنه د دوی له لوري د وژل شویو کسانو وارثینو د طالبانو د محاکمې له مخې پر ډزو وژلي دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم تر لاس لاندې سیمو کې ګڼ غله، قاتلین او سړي تښتوونکي محاکمه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x