شهید او شهادت ( څلورمه برخه )

لیکوال: مولوي محمد نعیم فدايي

له لویې بې اودسۍ نه به پاک وي، یعني جنب به نه وي، که ښځه وي جنبه، حایضه او زچه به نه وي. خو دا د امام ابو حنیفة رحمه الله تعالی په نزد، او کوم چې صاحبین دي هغوی وايي که شهید جنب هم وي، یا ماشوم وي، یا ښځه حائضه او یا زچه وي باید غسل ور نه کړل شي؛ ځکه د ناپاکۍ غسل په مرګ سره له منځه لاړو، او د مرګ غسل د شهادت له امله نشته، نو غسل ته اړتیا نشته.
او امام ابو حنیفه رحمه الله وايي چې شهادت مانع دی خو رافع نه دی، یعني د ناپاکۍ مخه نیسي، خو ناپاکي له منځه نشي وړی، شهادت د هغې پلیتۍ مخه نیسي کومه چې د مرګ له امله یو کس ته پېښېږي، خو هغه پلیتي نشي لیرې کولی چې له مرګ نه مخکې یو مسلمان ته پېښه شوې وي، لکه جنابت، یا حیض او نفاس.

د پام وړ دا چې دواړه لوري د حضرت حنظله رضی الله عنه په شهادت استدلال کوي، په سنن الکبری للبیهقي او مستدرک د حاکم کې راغلي چې د احد په غزا کې چې کله حضرت حنظله رضی الله عنه شهید شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( إِنَّ صَاحِبَكُمْ تَغْسِلُه الملائِكةُ فاسْألوا صاحِبتَه فقالتْ خَرجَ وهو جُنُبٌ لَمَّا سَمِعَ الهائعة فقال رسولُ اللهِ صلى اللهُ عليه وسلمَ لِذلك غَسَلَتْهُ الملائكةُ )[1]

ژباړه: ستاسو ملګری ملائکې وینځي، مېرمنه یې وپوښتۍ! – مېرمن یې چې وپوښتل شوه – ویل: کله یې چې چیغه واورېده سمدستي د جنابت په حالت کې ووتو، الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له همدې کبله ملایکو غسل ور کړ.

صاحبین وايي چې حضرت حنظله رضی الله عنه د جنابت په حالت کې شهید شو، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم غسل ور نه کړ، امام صاحب وايي هغه ته خو ملایکو غسل ور کړ، نو همغه غسل و، صاحبین وايي هغه غسل خو بشر ور نه کړ، ملایکو ور کړ، او حال دا چې عامو مړو ته بشر غسل ور کوي نه ملایکې، په دې معنی چې د ملایکو غسل ته اعتبار نشته، امام صاحب وايي چې موخه غسل دی، هغه که د هر چا له خوا وي، که د ملایکو له خوا وي که د بشر له خوا. د یادونې ده چې مفتی به قول، د امام ابوحنیفه رحمه الله تعالی دی.

له ټپي کېدو وروسته به یې خوراک، څښاک، خبرې او دوا نه وي کړې، او نه به له ټپي کېدو وروسته د یو لمانځه د وخت په اندازه ژوندی پاتې شوی وي، او نه به د جګړې له ډګر څخه ژوندی او د بیدارۍ په حال کې ایستل شوی وي. ځکه دا ټول هغه څه دي چې انسان له دنیوي ژوند سره تړي، په دې توګه هغه کس چې له ټپي کېدو وروسته خوراک، څښاک او خبرې وکړي، یا دوا وکړي، یا د یو لمانځه د وخت په کچه ژوندی پاتې شي، د شهادت له چمبې څخه وزي، او غسل ور کول کېږي؛ ځکه چې شهادت یوه ځانګړې معنی او جلا ژوند دی.

له کفارو سره به په جګړه کې وژل شوی وي. یا به د جګړې په ډګر کې په داسې حالت کې مړ موندل شوی وي چې پر بدن یې د کوم ټپ نښه وي. پر بدن یې دټپ شرط هغه وخت اړین دی چې د مسلمانانو له خوا وژل شوی وي، البته که د کفارو، یا باغیانو، یا لاره شکوونکو له خوا وژل شوی وي، هلته بیا د ټپ شتون اړین نه دی.

یا قصدا به په ظلم وژل شوی وي. او په مرګ به یې دیت نه وي لازم شوی.

یا به له خپل ځان، آبرو مال، او مظلوم نه ددفاع په حالت کې وژل شوی وي.

هر چې هغه مسلمان دی چې قصاص یا رجم شي، هغه ته شهید نه ویل کېږي، او نه د شهید احکام پرې جاري کېږي؛ ځکه چې په ظلم نه، بلکې په حقه وژل شوی.[2]

په لنډ ډول زمونږ په مذهب د شهادت اصل او اساس په مظلومیت بنا دی، هر هغه څوک چې په ظلم سره ووژل شي، هغه شهید دی، البته که هغه ځینې نور شروط پکې پوره نشول، بیا په دنیا کې د شهید احکام نه پرې پلي کېږي.

که یو څوک ووايي چې هغه مجاهد چې له کفارو سره په جګړه کې وژل کېږي څه ډول مظلوم دی؟ په داسې حال کې چې هغه هم کافر وژني! هو هر هغه څوک چې کفار یې وژني مظلوم دی؛ ځکه کفر او شرک تر ټولو لوی ظلم دی، له همدې کبله کافر او مشرک تر ټولو لوی ظالم ګڼل کېږي، الله جل جلاله په ۲۱ پاره، د سورت لقمان ۱۳ آیت کې فرمايي: (إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ )[3] ژباړه: په رښتیا چې شرک او کفر ډېر لوی ظلم دی.

ظلم دېته ویل کېږي چې د یو چا حق ور نه کړل شي، یا یې حق بل چا ته ور کړل شي، کفار او مشرکین ځکه لوی ظالمان دي چې د الله جل جلاله حق ( عبادت ) نه ادا کوي، یا له الله جل جلاله سره د هغه په حق ( عبادت ) کې مخلوق شریکوي. او مسلمان چې کله د کفارو او مشرکینو ددې ظلم مخه نیسي، هغوی یې وژني، نو کفار مسلمان د مسلمانیت په جرم وژني، د اسلام په جرم یې وژني، بل دا چې د اسلام خپرول او خلکو ته د اسلام رسول د هر مسلمان دنده ده، او الله جل جلاله هر مسلمان په دې مکلف کړی، نو مسلمان که د اسلام د خپرولو لپاره کار کوي، یا جهاد کوي دا په حقیقت کې خپله هغه دنده تر سره کوي چې الله جل جلاله پر مکلف کړی، نو کله چې کفار د مسلمانانو مخه نیسي یا يې وژني لوی ظلم کوي.

نور بیا….

[1] – السنن الکبری للبیهقي. ج ۴، ص ۱۵. المستدرک للحاکم. ج ۱۱. ص ۲۵۴.
[2] – العناية شرح الهداية, ج 2, ص 25. بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع. ج3. ص: 347. الفقه الإسلامي على المذاهب الأربعة. ج 2. ص 694.
[3] – ۲۱ پاره. سورت لقمان. ۱۳آیت. (5)

مولوي محمد نعيم فدايي

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د