نړۍ

يمن کې د ايران پاسداران انقلاب يو افسر نيول شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۲۲مه، ۱۳۹۴ل): سره له دې چې په دې وروستيو کې ايران هغه تورونه په کلکه رد کړي وو، چې دوی په يمن کې مداخله کوي، مګر عربي رسنيو داسې راپورونه خپاره کړي، چې يمن کې د حوثي ملېشو پر ضد روانو عملياتو کې د ايران پاسداران انقلاب يو لوړپوړی افسر د حوثيانو په ملاتړ جګړو کې ژوندی نيول شوی دی.

عربي ټولنيزو رسنيو کې د يو سړي انځور خپور شوی او دا ورسره ليکل شوي، چې نيول شوی سړی د ايران پاسدارن انقلاب افسر دی او يمن کې حوثي ملېشو په ملاتړ يې جګړه کې برخه اخيسته، چې د ولسمشر عبد ربه منصور هادي د پلويانو له لوري ونيول شو.

ايران تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ويلي، مګر که دا خبر رښتيا شي، نو يمن کې د ايران د رسمي مداخلې يو ثبوت بلل کېدای شي.

له دې وړاندې داسې خبرونه هم راغلي وو، چې د پاسداران انقلاب «القدس» ډلګۍ مشر جنرال قاسم سليماني د حوثيانو په ملاتړ جګړې لپاره يمن ته تللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x