ګډ حکومت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په مرسته را منځته شو

د هېواد روغتیایي حالت او د ډیموکراسۍ اچار

حريا شملزۍ
په حقیقت کې اچار د غذا برخه نه ده بلکې د مضر صحت مختلف النوع خوسا شويو میوو او سبزو هغه حالت دی چې د هند او پاکستان په ځینو ښارونو کې د غذایي توکو په نامه خرڅیږي او توند، ترش او تریخ خوند او بوی لري که مرګوني نه وي د ښې روغتیا ضامن هم نه دي او د یو مریض او ضعبف انسان انتخابي خوراک نه شمېرل کیږي او هر مستند طبیب یي غندي.

د اسلام سپېڅلی دین د قران کریم او نبوي احادیثو په واسطه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګرو ژوند یې موږ پاتې شونیو مسلمانانو ته د لارښود او اینې په شکل پرې ایښی او زموږ اسلافو تل د خپل هېواد او قومونو د خیر غوښتنې په نیت له همدې لارې په سیاسي، اجتماعي او مدني حالاتو کې کار اخیستی او پخپل وخت کې یې ښه او بد حلال او حرام په ډاګه کړي او دا هر څه تاریخ ثبت کړي دي او خوندي دي. مثلا که مو یو هیواد وال د احادیثو، فقه، طبابت، اقتصاد او سیاست او د وطن ساتنې کې مثبته کړنه تر سره کړي یایې لیکنې کړې او یایی ښه واکمنې کړې او د ده په پیر کې له مروجه نظامونو نه یې ښه انتخاب کړی له هغه وخته تر دې دمه ملتونه پرې ویاړي او خپل اتلان یې ګڼي په شعر او نثر کې یی یادوي. همدا راز له دې پورته ذکر شوي اصله وتلي او په غلطه لاره تللي کسان په تاریخ او ملتونو کې منفور شوي. نمونه یې ښکنځل شوې او تاریخ هم سپک کړي او یادونه یې هم صرف د مثال په توګه او د عبرت په شکل کله نا کله او بیخې کم ذکرشوي.

زما لیکنه سمه نه وي تل رانه اوږده او د لوستلو قابل نه شي؛ په خلص ډول لکه د انګریزانو برغل زموږ په هیواد او د هیواد والو عکس العمل که نن تاریخ وګورو څوک یې ګوډاګیان او څوک یې اتلان دي. وروسته د روسي یرغل پیر او اوسني حالت امریکایي برغل او دصلیب بلوا…

رښتیا قضاوت وکړئ غازیان، شهیدان، اتلان ملاله، ایوب، وزیر محمد اکبر خان، مجاهدین او قهرمانان ایا دا څنګه اټکلولی شي څومره ښه نومونه دي ایا چاته په مخاطب کولو به خفه شي او که به وویاړي!!  همداراز فرنګیان، خلقیان، پرچمیان، ستمیان، صلیبیان، کرزیان، اربکیان، ګوډاګیان، جهادیان او ټوپکیان څه فکر کوي؟

زما په اند اوس د ښکنځلو قاموس ته شامل شوي الفاظ دي، یو چاته په یادولو یې خفه کوي او ان د جنګ سرحد ته رسیږي، دا هر یو یې بیل بیل دور او ناخوالې لري او تحلیل ګران یې یو له بله پر توروالي او جبر و ستم یې خپل مازغه شاربي، ملایان یې د کفارو په بیلګو کې یادوي، ولې نن او بیخې همدا اوس اوس موږ ته ډیموکراسي یو عجیبه بوين او خوند لرونکي اچار تیار کړي چی یوه داسې دوره پاتې نه دی چې د هغې یو فعال مخکښ ګوډاګی دې پکې شامل نه وي دا کوم سیاست او منطق دی؟

نه پوهیږم تر پرونه د دې ټولو بد بختیو پړه په خلقیانو او پرچمیانو لوېدله چی همدوی ول چې هیواد یې په روسانو وپلوره کنه موږ خو انګریزي لښکرې ماتې کړې وې.

ځینی مشکوک النسبه خو بیخې بیا ټول ناورین په جهاد ور اړوي چې که سیاپ، ربانی، حکمتیار او امثال یې نه وای نن به هیواد ډېر پرمختللی او مترقي وای، سیاپ بیا نارې کړي چې زه د دې لوبې اتل یم طالبان مې د فتوی په زور او روس مې د مټو په زور ایستلی!

نن په څه تحلیل کوي؟ څه جواب به وایي؟ تاریخ پو به څه لیکي؟ چی دا کومه کراسي ده چی د اسلام او وطن ټول خاينان سره را یوځای او حتی د هیواد مهم وزارتونه لکه داخله او دفاع دواړه د چا په لاس دي؟ عبدالله او غني دواړه څنګه تفاهم کوي؟ د چا په وړاندې؟ د طالب او اسلام ماته پر صاف ستره دسترخوان د میوو او خوږو خوړو په مینځ کې هغه د هند او پنجاب خوساشوی اچار تر سترګو شي چې ټول خواړه او ستر خوان ترې نه بیزاره وي او عجیب د شرم او خجالت ځای دی په ټوله نړۍ کې بل مثال نه لري حتی په حیوانانو کې به هم داسې یوه  تمثیلي واکمني نه وي ترتیب شوې چې چرګ او شغال دې په ګډه حاکمان وي! پیشو او موږک دې دفاعي او امنیتي چارې سمبال کړي! ګیدړان او لیوان دي مالي او سیاسي چاري پرمخ بوزي! او د صلحی پروسه دې هم ګړندۍ کړي  او پړانګان او زمریانو ته دې د اوسېدلو اجازت هم نه وي او یوازې د غرونو په لوري دې ګرزي!!!

نه پوهیږم چې د ډیموکراسي دغه اچار به د څومره هیواد والو ژوند واخلي الله دې رحم وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

شملزی خوری السلام علیکم : د دی لیکنی د ویلو سره دی په خورولی ویاړنه کوم ، الله ج دی اجرونه درکړی ، مخکی می څه نیوکی لرلی ، بیا می زړه کی شوه چه خیر دی په رد یی څه نه لیکم ، مګر لږ څه اندیښمن شوم . برخلاف ، له نیکه مرغه ستاسی دا لیکنه چه می ولوستله ماشاالله دومره په ځای لیکنه وه چه د مخکنی لیکنی نیمګړتیا یی هم زمونږ له زړه او دماغه وویستله الله ج دی زمونږ نورو خویندو ته هم پیاوړتیا او زړورتیا ورکړی چه هره خور د میوند ملالی جوړه شی… نور لوستل »

hamayoon hotat
میلمه
hamayoon hotat

jazakumulla
deera jaliba ao waqee lekna da alla da ajar azeem dar kree