انجینر محمد خان: د سولې شورا «هیڅ اهمیت» نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د اجرايوي ریاست لومړی مرستیال وايي چې په اوسنیو حالاتو کې د سولې شورا «هیڅ اهمیت» نه لري.

انجینر محمد خان وايي چې د ګډ حکومت له پیله تر اوسه دې شورا د سولې په برخه کې نه نظري او نه هم عملي کوم کار کړی دی، ځکه خو د ده په خبره د سولې شورا تر موجودیت، نشتوالی ښه دی.

د اجرايوي رییس لومړي مرستیال پژواک خبري اژانس ته ويلي چې د سولې شورا تر اوسه هیڅ نه دي کړي، خو په خبره يې په دې شورا کې د کار خلک راټول دي چې حکومت باید په بل ځای کې تر ې کار واخلي.

انجینر محمد خان د سولې په برخه کې د اشرف غني تبلیغاتي هڅو او سفرونو ته په اشاري وویل چې د سولې په برخه کې د ارګ د جمهوري ریاست مشر اشرف غني خپل استازي لري چې د هغو په وسیله خپلې هڅې پر مخ بيايي.

په تبلیغاتي برخه کې څو ځلې ځينو رسنیو د سولې اړوند دطالبانو او افغان حکومت یا هم طالبانو او بهرنیانو د خبرو اړوند راپورونه ورکړل، خو طالبانو پرلپسې رد کړل او دا يې د ګډ حکومت تبلیغاتي «پروپاګند» وباله.

انجینر محمد خان د اشرف غني او پاکستان د اړیکو په اړه ويلي چې نوموړي پاکستاني چارواکو ته ویلي، چې که په سږني پسرلي کې د طالبانو بریدونو د پخوا په څېر ګړندي و، نو پاکستان به پخپله همکاري رښتینی نه وي.

د شنونکو په باور اشرف غني د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر پله روان دی او د سولې د اصلي ادرس پر ځای ګاونډیو نه په دې برخه کې مرسته غواړي چې هغوی هم د دوی له مجبوریتونو او غوښتنو ناسمه ګټه اخلي.

د سولې عالي شورا د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې د ۱۳۸۹ لمریز کال په جواز میاشت کې د برهان الدین رباني په مشرۍ جوړه شوه.

دغه شورا چې له رباني وروسته يې زوی صلاح الدین رباني مشر وټاکل شو، د ګډ حکومت د دویم مشر مرستیال يې په داسې حال کې «بې اهمیته » بولي چې دم ګړۍ ۸ تنه مېرمنې او ۶۰ تنه نارینه په دې شورا کې د لوړو معاشونو په درلودو سره غړیتوب لري. اوس چې صلاح الدین رباني د باندنیو چارو وزیر ټاکل شوی، دغه شورا ټاکلی مشر نه لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ahmadzai
میلمه
ahmadzai

لکه خپله دی (جلالت مآب اینجنیرمحمدخان )چی کوم اهمیت لری شورا هم همداسی یو اهمیت لری ،

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

حیرانونکی !!!!! د انسانانو په جامه او قیافه کی شیطانان تر دی کم ظرفه شول د نظم او نسق لیاری تری خطا دی لکه د غلو په شان د دروازوه په ځای په کړکیو تګ راتګ کوی ، هر څه یی د ماشومانو یا لیونیانو په شان دی . مونږ محمدخان له نزدی پیژنو او د دده رهبر ارغندیوال هم پیژنو د ارغندیوال حزبی دفتر کی چه د سیلو څنګ کی وو پوره یوه ګړی مو د حالاتو په اړه تری پوښتنی کولی ، داسی نه معلومیده چه دی دی سیاسی بیک ګرونډ یا سیاسی پوهه ولری . د احمدزی… نور لوستل »

نصرالله
میلمه
نصرالله

هلكه محمد خان صاحب
نور حكومتونه فريزده سه نه ترينه جوريزي
خو داد وخت دي دير زيا تي كونزي د فه مخ دي او بد رنكه شكاري داد ميك اف جل له دبل عبدالله سخه زده كره نور حكومتونه به لا دير دوام كُوي او لا لز خو جه دا لاسته راورنه خو لدي كد حكومت او د عبدالله له ملكرتيا سخه واخلي