ورزش

کرکیټ: افغانستان د پاکستان د خیبر پښتونخوا ډلي ته ماتي ورکړه

hameed hasan bowlingنن ټکی آسیا: د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي د پاکستان د خیبر پښتونخوا لوبډلي ته ماتي ورکړه.
دغه لوبه چي نن د دواړو خواوو تر منځ په ننګرهار کې تر سره شول، لومړی د لوبي پچه د افغانستان د لوبډلي کپټان نوروز خان منګل وګټله، او لومړی يې بیټنګ کول غوره کړه.
په خپل وار يې په ۴۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۱۹ منډي جوړي کړې،

چي په جواب کې د خیبرپښتونخوا ډلي یوازي ۱۹۹ منډي جوړي کړې، او نهه لوبغاړي يې په خپلو پنځوسو اورونو کې له لاسه ورکړه.
د افغانستان له خوا کریم صادق ۶۰، نورز منګل ۳۹ او شهزاد محمدي ۲۲ منډي جوړي کړې.
د لوبي غوره لوبغاړی کریم صادق ونومول سو.
باید وویل شي چي افغانستان به د خیبر پښتونخوا د ډلي سره پنځه یوه ورځنۍ لوبي کوي، چي نن يې دا لومړی لوبه وه. او دوهمه لوبه د راتلونکي شنبې په ورځ به ترسره کیږي.
ټاکل شوې ده چي په راتلونکي میاشت کې د افغانستان ملي لوبډله د پاکستان د ملي لوبډلي سره په دوبۍ کې سیالي وکړي، د افغانستان د کرکیټ بورډ چارواکي د خیبر پښتونخوا د لوبډلي سره دا لوبي تمریني لوبي بولي، او وايي چي دا لوبي به د پاکستان په وړاندي ددوی د لوبغاړو تجربه زیاته کړي، تر څو د غټي لوبي لپاره ښه چمتو شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x