نړۍ

د اخوان المسلمين مشر دکتور بديع په ګډون ديارلس تنه يو ځل بيا په اعدام محکوم شول

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۲۲مه، ۱۳۹۴ل): مصري محکمې يو ځل بيا د اخوان المسلمين مشر دکتور محمد بديع په ګډون ديارلس تنه په اعدام او ۳۷ تنه نور يې په ټول عمر بند محکوم کړل.

محکمې په تېره جلسه کې پرېکړه کړې وه، چې په اعدام د محکوم شوو کسانو ليست به د مصر مشر مفتي ته لېږي.

دايمي بند

د دې تر څنګ مصري محکمې په خپله نننۍ پرېکړه کې د مصري الاصله امريکايي محمد صلاح سلطان په ګډون ۳۷ تنه په ټول عمر بند محکوم کړل.

محمد صلاح سلطان د مصري زندانونو هغه مشهور بندي دی، چې له ډېرې مودې يې له خوړو اعتصاب کړی او دا ډېره موده يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

۲۰۱۳ز کال جولايي کې چې د مصري پوځ سرلښکر فيلډ مارشال عبدالفتاح السيسي پر منتخب ولسمشر دکتور مرسي پوځي کودتا وکړه او د مصر په لر و بر کې اخوان المسلمين او ګڼو نورو ولسي ګوندونو د پوځي کودتا پر ضد لاريونونه او مظاهرې پيل کړې، له هغه وخته کودتاچي رژيم د اخوان المسلمين اوله، دوهمه او درېيمه درجه مشران زنداني کړي او يا يې وژلي دي، مګر له هغه وخته مصري محکمې دکتور بديع درې ځله په مرګ او دوه وارې په دايمي بند محکوم کړی دی.

پر دکتور بديع او نورو بنديانو تور دی، چې د لاريونونو پر مهال يې خلک تاوتريخوالي ته رابللي دي.

که د دکتور بديع او نورو تورنو کسانو مدافع وکيلان د محکمې د پرېکړې پر ضد عريضه ونکړي، نو د محکمې نننی حکم به پر يادو کسانو عملي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x