د ګډ حکومت د نوې کابينې ډېری وزيران او په دولت کې نور لوړ پوړي مسوولين پخواني کمونيستان دي.

« نوماند وزیر د باور رايې لپاره باید پنځه سوه زره ډالر رشوت ورکړي»

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): په پارلمان کې د وروستیو ناندریو په اوږدو کې د ځينو وکیلانو له لوري په ځینو نورو د تورونو لړۍ پیل شوې، چې پکې له ځينو رازونو پردې پورته شوې دي.

په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازی اقبال ساپی او د پروان د خلکو استازی حاجي الماس زاهدي وايي چې د ولسي جرګې مرستیال ظاهر قدیر په پارلمان کې خپل زورور بانډ لري چې د ګډ حکومت د کابینې د دویم پړاو نوماند وزیرانو ته يې د پنځه سوزه رره ډالرو په بدل کې د بریا سینه ډبولې ده.

دغه استازي وايي چې ظاهر قدیر له نوماند وزیرانو سره خبرې کړې دي او هغوی ته يې ډاډ ورکړی چې که تر پنځه سوه زره ډالرو تېر شي، د رد پر ځای به يې د بریا امکان لا ډېر شي.

د ولسي جرګې مرستیال ظاهر قدیر بیا د پورته دوو وکیلانو څرګندونې ناسمې بولي او وايي چې دوی پخپله د فرخندې له قتله په ګټې غواړي چې د کورنیو چارو وزیر تر فشار لاندې کړي.

ظاهر قدیر وايي چې حاجي الماس زاهدي او اقبال ساپی د فرخندې د قتل له موضوع په ګټې غواړي د کورنیو چارو پر وزیر فشار راوړي او په ځینو حوزو کې خپل خپلوان پرې مقرر کړي.

دغو داوړو ډلې پر یو بل د لګول شویو تورونو لپاره تر اوسه کوم اسناد نه دي افشا کړي، خو د شنونکو په قول د ګډ حکومت د کابینې د دویم پړاو د شپاړلسو نوماند وزیرانو لپاره د باور رايې ځنډول ښايي دا علت ولري، چې نوماند وزیران او د پارلمان غړي به پر کومه معامله بوخت وي.

تېره اوونۍ هم د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون مشر عبدالقادر ځاځي رسنیو ته وویل چې دوی به په یوه اوونۍ کې د شپاړلسو نوماند وزیرانو اسناد وڅېړې او د دې اوونۍ په پیل ـ نن شنبه ـ کې به دې نوماند وزیرانو ته د باور یا رد رايو لپاره په پارلمان کې صندوقونه کېښودل شي.

تر اوسه نه ده روښانه چې د ګډ حکومت د کابينې د دویم پړاو لپاره د ولسي جرګې د رایو ځنډ کومې معاملې رامنځته کړی او که په ارګ کې د جمهوري او اجرايوي ریاستونو تر منځ د دفاع وزارت پر سر ناندرۍ د دې سبب شوې دي چې لاهم شپاړلسو نوماند وزیرانو ته د رایو لپاره صندوقونه نه اېښودل کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د