ادبي لیکني

سوالګر

mashom kabulد دوکان مخته ودرېد، ګونځي – ګونځي لاس يې دوکاندار ته ونيو:دخداى لپاره! لمسيان مي وږي دي، له يخه مړه شول، زه او خدايکه به مو په اتام څکه کړې وي.
دوکاندار تندى تريو کړ،په کرکه يې ورته وکتل:يو خو له تاسي نه خلاصيږو ،پنځه روپۍ ګټو هغه تاسي خيرات خورو ته ورکړو ،اخر موږ به څه خورو؟
سوالګر سوړ اسويلى وکړ، امساء يې واخسته او په کړوپه ملا نورو دکانو ته ورغى.


سوالګر سوکه – سوکه دقومندانۍ خولي ته ورنژدې کيده، هر دوکان ته به يې لاس ور اوږد کړ:دخداى لپاره!
دقومندانۍ مخته ناست پوليس وټوخل ، دسترګو ترکونجو يې سوالګر ته وکتل ،له ملګري سره په خبرو شو: مخکي يې ټليفون راکړى و چي تر سالارو را اوښتى دى.
ملګري يې سګريټ له خولي ايسته کړ:په کاروان کي ده؟
سوالګر غوږونه څک کړل، ددوکان ديوال ته يې ډډه ووهله،ځان يې په راټولي کړو پيسو اخته کړ.
پوليس غږ په زوره کړ:نه،هغه ډېر هوښيار ده، دسپاري په موټر کي دعادي سړي په څېر راځي.
سوالګر په امساء لاسونه کلک کړل، سپينه بوجۍ يې شاته واچوله او په لويو ګامونو تر سړک واوښت. کوچنۍ کوڅې ته ننوت.
يوې او بلې خواته يې وکتل، چي څوک يې تر سترګو نشول ، امساء يې وغورځوله ،کړوپه ملا يې نېغه کړه او په منډه شو.ترڅو کوڅو اخوا يې دانچادر دروازه په زوره وټکوله.
***
ماښام راډيوګانو دخبرونو په سرټکو کي وويل : ولايت ته نوى ټاکل شوى داستخباراتو رئيس ددولت دمخالفو وسلوالو له لوري وتښتول شو.

بشيراحمدريان
١٣٩٠/جدي/٢٩

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x