افغانستان

هرات: شورنخود خرڅوونکی د «ترهګرۍ» په تور ونیول شو

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د هرات ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې نن سهار د هرات ښار په نواباد سیمه کې د فتح په نوم د هلکانو لیسې ۸۲ زده کوونکي مسموم شوي چې په تور یې یو شورنخود خرڅونکی نیول شوی دی.

د هرات د حوزوي روغتون سرپرستې ملکه پیغام ژورنالستانو ته ویلي چې مسموم شوي ماشومان ۷-۱۲ کلنو پورې عمرونه لري او له ۱-۸ صنف زده کوونکي دي.

هغې خبریالانو د ماشومانو د روغتیا په اړه ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې د دغه زده کوونکي تر هغه وروسته مسموم شول چې مکتب مخې ته خرڅېدونکي شورنخود یې وخوړل او له نیم ساعت وروسته ورته سردردي او زړه بدي پیدا شوه.

مېرمن ملکه پیغام له قوله زده کوونکي ډير ژر د هرات حوزوي روغتون ته انتقال شول.

له بل پلوه د هرات امنیه قومندان عبدالمجید روزي خبریالانو ته ویلي چې شورنخود خرڅونکی يې نیولی او ادعا یې کړې چې یاد کس د «تروریستي» ډلو سره لاس لري.

هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل خو ويې ویل چې دوی په دې اړه څېړنې کوي او ډیر ژر به د شورنخود خرڅوونکي نور ملګري ونیسي.

دا څوم ځل دی چې د هرات په شمول د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې زده کوونکي له ناڅرګندو کسانو لخوا مسموم کیږي.

یوه میاشتې وړاندې د کب په ۱۸مه د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د یوې مدرسې لسګونه طالبان هم مسموم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x