ورزش

کرکیټ: پاکستان انګلینډ ته په ټیسټ لوبه کې غټه ماتي ورکړه

umer gul paksitanنن ټکی اسیا: د پاکستان او انګلینډ تر منځ د کرکیټ د ټیسټ د سیالیو لومړی لوبه نن د پاکستان په لس وکټه بریا پای ته ورسیده.
دا لوبه چي د تیري سی شنبې په ورځ د دواړو خواو تر منځ پيل شوه، په لومړی سر کې انګلینډ د لوبي پچه وګټله، او لومړی يې د توپ وهني یا بیټنګ کولو فیصله وکړه، خو خپل په دې پریکړي به دوی هم هغه وخت پښيمانه سوي وي کله چي د پاکستان د سپين بالر سعید اجمل ته وار ورسیدی،

او هغه په خپل تباه کونکي بالنګ د انګلینډ ۷ لوبغاړي په یوازي سر وسوځول، او پاته حساب يې عبد الرحمن، محمد حفیظ او چیما ور پوره کړ.
انګلینډ یوازي ۱۹۲ منډي جوړي کړي.
پاکستان بیا په خپل وار ۳۳۸ منډي جوړي کړې، چي په وړاندي انګلینډ په خپل دوهم وار یوازي ۱۶۰ منډي جوړي کړې، دا ځل د پاکستان له خوا غوره بالران عمرګل ۴ وکټه، سعید اجمل ۳ او عبد الرحمن ۳ وه.
د انګلینډ له خوا پاکستان ته صرف ۱۵ منډي هدف وټاکل سو، چي محمد حفیظ په یوازي سر دغه منډي جوړي کړې، او لوبه يې په خپل نامه کړه.
ټاکل شوې ده چي پاکستان او انګلینډ به په دغه سیالیو کې درې لوبي تر سره کړي، چي لومړی يې نن پای ته ورسیده، او د رواني میاشتي په ۲۵ نیټه به دوهمه لوبه د دواړو خواو تر منځ په ابو ظبي کي پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x