نړۍ

شیعه عالم: د حوثیانو په وړاندي جهاد واجب دی

نن ټکی اسیا (شنبه، وری ۲۲مه ۱۳۹۴ل): یوه وتلي شیعه عالم او د عرب اسلامي کونسل جنرل سیکرټري السید محمد علي الحسیني د حوثي یاغیانو په ضد جهاد واجب ګڼلی دی.

نوموړی له عربي ورځپاڼې سره د مرکې په ترڅ کښې وویل چې په عالم اسلام او  عربي نړۍ کښې فساد خپرونکو ډلو په ضد جنګ فرض  او دا د عالم اسلام ګډه ملي وجیبه ده.

ښاغلي حسیني زیاته کړه چې د خلیجي هیوادونو ائتلاف د یمني حوثیانو په وړاندي د وخت ضرورت وو، ځکه چې په یمن کښې د قانوني حکومت په بیرته راتګ سره هلته امن راتلای سي.

د حسیني په قول حوثیانو د یوه ټاکلي حکومت په خلاف بغاوت کړی او په هیواد کښې فساد خپروي،ځکه يې په وړاندي د عالم اسلام او عربي نړۍ ائتلاف اړین دی، ترڅو دده په قول د یاغیانو په وړاندي ټینګ غبرګون وښيي.

هارون بلخي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx