fbpx

اور سوزول کوي او اوبه ډوبول کوي؛ خو..(۲)

لیکوال: م. ش. كاموي

سترګې که ليدل کوي، نو د الله تعالی له ارادې پرته هيڅ نه ويني:

د رسول الله صلی الله عليه وسلم له هجرته چې مشرکين خبر شول، د ابو جهل په مشوره يو ګروپ ځوانان وټاکل شول، ترڅو ترې رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوندی ونوځي، خو کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له خپل کوره وځي، ګرد چاپېره ځوانان توره په لاس ولاړ دي، رسول الله صلی الله علیهوسلم  يي خاورې پر مخونو وشيندلې او روان شو، له مکې داسې ووتلو چې هيچا ونليدلو.

او دا ډول غار حراء کې د ابوبکر رضي الله عنه سره ناست ؤ، چې مشرکين دغار خولې ته راورسېدل، نه يې دوی وليدل، او نه يې د دوی د پښو خاپونه.

زهر که وژل کوي، د الله تعالی په اراده يې کوي:

خالد بن الوليدر رضي الله تعالی عنه ته يې دښمنانو له سختې جګړې وروسته زهر وړاندې کړل ترڅو پرې خپل حقانيت ثابت کړي، ها غه ؤ چې خالد بن الوليد د الهي دين نصرت لپاره د دې دعاء :”بسم الله وبالله رب الأرض ورب السماء الذي لا يضر مع اسمه داء” پر ويلو زهر و څښل او هيڅ اثر يې پرې ونکړ، چې دا يې پر الله تعالی باندې قوي ايمان او کرامت ؤ.

محمود فيل که نړول کوي، الهي ارادې ته اړ دي:

ابرهه ډېر زيات سرکشه شوی ؤ، دا د الله تعالی قانون دی چې سرکشانو ته د لا سرکشۍ مهلت ورکوي, لكه فرمايي:”ولا يحسبن الذين كفروا أنما نملي لهم خير لأنفسهم إنما نملي لهم ليزدادوا إثما ولهم عذاب مهين “، او نور يې هم پورته کوي، ترڅو بندګانو ته – د ستر طاغوت په نسکورولو – خپل قدرت ښکاره کړي. ابرهه ډېر لوی لښکر تيار کړی، تردې چې د محمود په نامه فيل يې –د کوم نوم څخه چې عربان ډارېدل- د پوځ سر کې روان کړی ؤ، کعبة نړوي. د مکې اوسيدونکو د جګړې څخه عاجزي ښکاره کړه، او ابرهه ته يې ميدان خالې پرېښود، ابرهه ډېرې سرکشې سره د کعبې لورې ته راروان دی، لا رسېدلی نوو، چې ډېر واړه مرغان پرې الله تعالی مسلط کړل، محمود پيل د کعبې نړولو پرځای، د دوی پر نجات هم ونه توانېداو لدې وروسته نه د ابرهه هغه زور پاتې شو، بلکې کعبه د خلکو په راتللو نوره هم اباده شوه.

د قاضي د اعدام فيصله، پر الهي فيصلې مخکې کيدای نشي:

يوعالم له ملګرو سره بندي کړای شو، څه وخت وروسته پرې قاضي فيصله وکړه چې اعدام دې شي، سبا اعدام دی، نن يو څه ملګرې ډېر خفه او پرېشانه ؤ، عالم ورته ووې: هيڅ خفګان ندی پکار، شپه مو ترمينځ ده، او پدې مطمئنه اوسئ چې الهي فيصلې هيڅوک نشي بدلولای، دا خو د ده فيصله وه او ويې کړه ګورو چې الله تعالی څه فيصله کوي، لا نيمه شپه نوه تېره چې په زندان دعالم شاګردانو حمله وکړه او شته موظفين ووژل شول، بنديان روغ رمټ ستانه شول.

زندان کې ذلت د الله تعالی له اختياره پرته ممکن ندی:

يوسف عليه السلام د يوې پلمې نتيجه کې د زندان کوربه شو، اته کاله يې زندان کې تېر کړل، غير له الهي رحمته نور د هيڅ اميد نوو، تردې، د الله تعالی په اراده، يوه داسې ورځ راځي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د ده د ازادولو امر صادريږي، او لا د زندان کړۍ يې پرانستل شوي نوي، چې د سلطنت زيری ورکول کيږي، له همغه ځایه مستقيما پر خپله چوکۍ کيښني.

تمهت او تور که څوک شرموي؛ نو بياهم، که الله نوي غوښتي هيڅ دی، بې له الهي “بردا وسلاما” دی:

داچې زليخا ځان پاک کړي، نو يوسف عليه السلام باندې يې د ملامتۍ تور ولږاوه، يوسف عليه السلام بې ګناه زنداني کړای شو، د زندان شپي يې په ډېر صبر، متانت او د توحيد دعوت باندې کړې، الله تعالی چې يي د پاچا کولو اراده کړې وه، نه د عزير مصر زندان او نه د زليخا تور څه ضرر ورورساوه، تردې چې دی زندان کې ؤ او چوکۍ يې ماڼۍ انتظار کاوه، داسې وخت راغی چې د مصر ټولو خلکو د يوسف عليه السلام وزارت ته اړ شول، کله يې چې راوبللو، نو يوسف عليه السلام هم تر هرڅه دمخه د خپلې پاکۍ په اړه د وضاحت غوښتنه کوي، زليخا چې په کومه ژبه په يوسف عليه السلام تور لګولی ؤ، د پاکۍ او عفت اعتراف وکړ.

کله چې الله تعالی خپل قدرت سره مريم رضي الله تعالی عنها بې مېړه حامله کړه، او عيسی عليه السلام پيدا شو، يهودو او د ځای ګستاخو مريم رضي الله عنها باندې د زنا تور ولګاوه، مريم رضي الله عنها دومره و دردېدله تردې چې ويل يې، الله تعالی ترې فرمايي: ياليتني مت قبل هذا و کنت نسيا منسيا، خو د هغوی د تورونو سره سره الله تعالی يې قدر نور هم زياتولو اګر که خلکو ته ډېر بدرنګ او هغې ته هم ګرانه وه، خو هاغه ؤ چې الله تعالی يې پاکي د عيسی عليه السلام چې غېږ کې يې په خوله پاکي بيان کړه، او بيايې ځوی ته نبوت او کتاب ورکړ، او همدا راز خپل وروستي کتاب کې د هغې د پاکۍ يادونه وکړه، او مؤمنان به يې تر قيامته قرآنکريم کې پاکي بيانوي.

عائشة رضي الله عنها باندې منافقينو تور و لګاوه، يا خو د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره له دښمنۍ، او يا يې د پلار سره د دښمنۍ له کبله، کوم چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم رېښتينی او نژدې ملګری ؤ، خو عائشة صديقة رضي الله عنها دې تور ډېر غمجنه کړې وه، ژوند يې سخت تنګ ؤ تردې چې وايي:

نژدې ؤ چې زړه مې چاودېدلی ؤ. تر سخت صبر يوڅه وخت تېرېدو وروسته الله تعالی خپل کتاب کې د هغې پاکۍ بيان کړه، دې پاکۍ د عائشې رضي الله عنها عفت او ذکاوت نور پورته کړ، او دا به ترقيامته پورې د مؤمنانو په ژبو بيانيږي، او هغه څوک چې نن مور عائشې رضي الله عنها ته بد نسبت کوي، پداسې عذاب مبتلا دي چې په هيڅ شعور پرې نلري، او تر کومه چې د دې پاکۍ بي بي رضي الله عنها په تهمت ژبې خوځوي همداسې به ځانونه وهي؛ لکه يهودو ته چې د يوې ګناه له کبله ويل شوي ؤ: فاقتلوا أنفسکم.

دا بېلګې مؤمن ته هيڅ نه ورکوي مګر، يقين يې نورهم پدې زياتوي چې د دښمن زور او وسايل هيڅ ندي، دا ټول چې څه کار کوي او کوم اثر لري، ټول د الله تعالی د ارادې لاندې دي.

او دا عقيده لري، وسيله که هغه هرډول وي، ترهغه تاثير نکوي ترڅو الله تعالی اراده نوي کړې؛ لکه څنګه چې الله تعالی اوبو کې د تندې ماتولو اثر اېښی، هغه کولای شي، د اوبو پرڅښلو تنده نوره هم زياته کړي، همداراز که يوه آله،څوک د ځان د حفاظت د وسيلې په توګه استعمالوي،که الله تعالی وغواړي، همدا آله يې د هلاکت سبب ګرځوي؛ خو انسان ته، شرعا او عقلا هيڅ حالت کې هم، د وسايلو پرېښودلاو بيا د کوم کار تکل کول جائز ندي، يعنې که تږی شي اوبه به ضرور څښي اګر که لږې هم وي، او د تندې ماتولو اعتماد به يي پر الله تعالی وي، داسې نه چې خاورې وخوري او بيا د تندې ماتولو اميد وکړي، ځکه خاورې د تندې ماتولو وسيله نده.

هغه څوک چې د کمزوزو وسايلو لرلو پرمهال د عاجزې او ناتوانۍ احساسکوي، هغه پر لوی او قوي ذات اعتماد نلري، او زموږ پر عقيده دايي د ناکامۍ پر لور لمړنۍ قدمدی.

موږ د وسايلو او قوت پر زياتوالي يقيني بريا هم نه محسوسوو، هر حالت کې مو اعتماد په لوی او قوي ذات الله تعالی باندې وي، دا مو ايماني دنده؛ او بيا د وسايلو پر استخدام مخ پر وړاندې ځو چې دا مو نبوي سنت دی.

دښمن مو که هرڅومره سمبال، پياوړی او پر مختللی وي، د شکست له ډاره يې ځکه د مقابلې له ميدانه، نه په شاکيږو، چې دبريا له رازه خبر يو.[موږ د بريا راز پېژنو له شکسته نه ډاريږو.

ددې لیکني لومړی برخي لپاره په لاندي لینک کلیک وکړئ:

اور سوزول کوي او اوبه ډوبول کوي؛ خو..(۱)

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

بې له شکه ، هرڅه په هرڅه کې واحد لاشریک ذات ته محتاج دي ، که الله تعالی وغواړي ځیني خصوصیات له ځیني شیانو څخه په ځینو مواردوکې لیري کړي هغه لیري کیږي بیا یې هغه خصوصیات نه پاتي کیږي ، جزاکم الله خیرا