وکیلان: ګډ حکومت قانوني مشروعیت نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۲۲مه ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې یو شمېر وکیلان ګډحکومت قانوني نه بولي او وايي چې د دواړه مشران د واک د ویش پر سر جګړې کوي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازی عبداللطیف پدارم نن د وري په ۲۲مه د ولسي جرګې په ناسته کې وويل چې دوه کسان (ولسمشر او اجراییه رییس) قانوني مشروعیت نه لري، حکومت یې یرغمل کړی او د واک د تقسیم پر سر په جګړه اخته دي.

پدارم زیاته کړې چې د واک د ویش پر سر د ګډ حکومت مشرانو شخړو نا امني زیاته کړې ده. هغه ادعا کړې چې په بدخشان کې تېره شپه ۳۰ کسان تښتول شوي چې لس یې وژل شوي دي.

پدارم وویل چې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابيږي، ملي شورا دې په دې اړه تصمیم ونیسي او دا موضوع دې په احنډا کې شامله کړي.

همدا راز د ولسي جرګې یو بل غړي غلام حسین ناصري په نننۍ ناسته کې وویل چې ناکامې ادارې او د اشرف غني او عبدالله تر منځ اختلافاتو په هېواد کې نا امنۍ ته لاره هواره کړې.

نوموړي په ګډ حکومت د نېوکې په ترڅ کې وویل چې «حکومت که په مستقیم ډول په نا امنۍ کې لاس نه لري، په غیرمستقیم ډول په کې ښه رول لري».

هغه پرته له دې چې د عبدالله او اشرف غني تر منځ اختلافاتو په اړه جزییات ورکړي وویل چې د واک د ویش پر سر نښتو ددې لامل شوي چې نا امني په هېوا د کې زیاته شي.

ناصري له اداري هیئت څخه وغوښتل چې امنیتي مسوولین د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته راغواړي.

په ورته وخت کې د فاریاب د خلکو استازي بابر فرهمند د بلخ ولایت په استیناف څارنوالۍ د طالبانو په ډله‌ییز برید کې د امنیتي ځواکونو عملیات تر نېوکې لاندې ونیول او ویې ویل چې د بریدګرو سره په جګړه کې عسکرو غیرمسلکي برخورد کړی او د همدې غیرمسلکي برخورد له کبله زیات تلفات رامنځته شول.

فرهمند له قوله امنیتي ځواکونو هسې ډزې کولې چې له کبله یې خلکو ته زیان ورسېد.

د فاریاب ولایت یوې بلې استازې رنګینه کارګر نننۍ غوندې ته په خپلو خبرو کې وویل چې که په فاریاب کې نا امني دوام وکړي ددغه ولایت دوه ولسوالۍ سقوط کوي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي هم د وروستیو نا امنیو په اړه څرګندونې وکړې او ویې ویل چې د رییسانو کمېټه دې د امنیتي مسوولینو د استجواب موضوع په اجنډا کې شامله کړي.

هغه له امنیتي مسوولینو وغوښتل چې د عملیاتو پر مهال دې غیرنظامیان نه په نښه کوي.

avatar
0 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د