نظــر

آیا د عبدالعظیم جان کورنۍ به هم د قاسم جان په څیر ونازول شي؟؟!!

لیکوال: سلیم توپان

د 2013 میلادی کال د مۍ په میاشت کې د ننګرهار ولایت په ګوشته ولسوالۍ کې د افغان ملی اردو او پاکستاني ملیشو ترمنځ جګړه پيښه شوه، چې په نتیجه کې یې افغان عسکر قاسم جان ووژل شو ، همغه وو چې د هیواد په کچه لوړ پوړو او ټیټ پوړو چارواکو، مدنی فعالانو، خبري رسنیو او ولسي وګړو سخت غبرګونونه وښودل او د پاکستاني ملیشو په ضد یې د جهاد اعلان وکړ او واجب القتل یې وګڼل او په اکثره ولایتونو کې د پاکستان په خلاف جکړې ته ثبت نام هم پيل شو، ځکه چې دوی د افغانستان په حریم تجاوز کړئ دی او بیا ملی اردو د خپل هیواد دفاع په خاطر قاسم جان له لاسه ورکړ.

یقینا چې په قاسم جان باندې ویرونه وشول او نوموړي ته د ملت شهید، اتل او یو درجن نور القاب هم ورکړل شول، او د نوموړي کورنۍ ته په جلال آباد کې په یوه نمره ځمکه سربیره د حکومت له لوری نقدې پیسې او د نوموړي میاشتنۍ تنخوا هم هغسې جاري وساتل شوه.

د چهارشنبې په ورخ بیا یو ریښتونی اتل چې د لغمان ولایت اوسیدونکی وو، شیهد عبدالعظیم جان چې په جلال آباد کې یې د ملی اردو په کرښو کې دنده ترسره کوله د حق په درک کولو سره د خپل ټوپک شپیلۍ په امریکائي یرغلګرو ور واړوله او ناتاره ډزې یې ورباندې وکړې چې په پایله کې د خبري رسنیو له قوله یو امریکائي عسکر مړ اووه نور ټپیان شول او عبدالعظیم هم په متقابلو ډزو کې د شهادت لوړ مقام ته ورسید.

رښتیا هم چې عبدالعظیم یوه نه هیریدونکې قرباني ورکړه، د ملي اردو نورو عسکرو ته یې پیغام ورکړ چې زما لاره تعقیب کړئ او د خپلو ټوپکو شپيلۍ په امریکائی یرغلګرو ور واړوئ، او د خپل ځوریدلی ولس انتقام ورنه واخلئ، ترڅو چې نورو یرغلګرو ته هم د عبرت درس وګرځي او هیڅکله داسې فکر ونه کړي چې افغانان زمونږ دوستان دي، بلکې داسې فکر وکړي چې هر افغان زمونږ وینو ته تږئ ناست دئ او د خپل دین او هیواد په خاطر هرقسم قربانئ ته تیار دی.

که خپل سر ګریوان ته کړو او حقیقت ووایو نو دا به جوته شي چې ټولو هغو چارواکو، مدني فعالانو، اجرتی ملایانو، خبري رسنیو او ولسي وګړو چې په ګوشته کې له پاکستاني ملیشو سره په جګړه کې وژل شوی عسکر قاسم جان ته د شهید القاب ورکړل او د نوموړي مرګ یې د الله او د هغه د دین لپاره وباله د ریښتوني اتل شهید عبدالعظیم جان سره بی وفائي، غداري، خیانت او بی انصافي وکړه.

هغه چارواکي چې د خپلو سیاسي موخو په خاطر یې قاسم جان قربان کړ او بیا یې اجرتی حکومتي ملایانو ملاتړ وکړ او د قاسم جان لپاره یې د شهید له سپیڅلې کلیمې سره خیانت وکړ او داسې چا ته یې د شهید لقب ورکړ چې د سیاسي موخو لپاره قرباني شو نه د الهي رضا او اسلام په خاطر بلکې د قوم پرستۍ او تش په نامه هیواد ساتنې په موخه ووژل شو.

زه نه د پاکستان پلوی کوم او نه د هیواد دښمن یم، بلکې دا یو څرګند حقیقت دی چې د قاسم جان او عبدالعظیم جان سره بې له شک او شبهې د میرې او مور چلند وشو، که چیرې د داوړو مرګ ته یو ځغلند نظر وکړو نو دا به روښانه شي چې عبدالعظیم جان د اسلامي سپیڅلې عقیدې پر بنسټ د خپل بدن غوښې د اسلام لپاره قرباني کړې، د الله او د هغه د رسول اود ټول اسلامی امت په دښمنانو یې د خپل ټوپک شپیلۍ ور واړوله او هیڅ کوم دنیاوی غرض یی نه درلود، یوازې او یوازې یې الهي رضا هدف وه او د الله تعالی په لار کې یې شهادت لومړۍ غوښتنه وه چې الله تعالی په خپل فضل او کرم سره ور په نصیب کړ، مګر قاسم جان بیا د سیاسي موخه پر بناء قرباني شو او هیڅ کوم اسلامی غرض یی نه درلود یوازې د هیواد د ساتنې(!) لپاره ووژل شو.

له دغو ټولو حقایقو سره سره بیا هم مدني ټولونو او خاصتا خبري رسنیو د عبدالعظیم جان په میړانه هیڅ غوږ ونه ګراوه او نه یې د نوموړي شاهکاره کارنامه باندې یو ريپورټ جوړ کړ ترڅو چې خپل ولس ته یې اتل معرفي کړي بلکې هنوز یې د نوموړي اتلولي سانسور کړه، او حکومتي چارواکو هم د قاسم جان په څیر نوموړي ته هیڅ ورنه کړل بلکې د نوموړي اتلوال برید یې غداری او خیانت وباله.

نو اوس قضاوت باید لوستونکي وکړي چې قاسم جان ته شهید لقب ورکوي او که عبدالعظیم جان ته، که چیرې قاسم جان شهید وبلل شي نو عبدالعظیم جان خو په طریقه اولی سره شهید دی ځکه چې د اسلام پر دښمنانو یې حمله کړې ده او د دوزخ کندې ته یې رسولي دي، او قاسم جان بیا د هیواد پالنې او سیاسي موخو قربانی شوی دی، نو بیا ولې قاسم جان باندې په سلګونو ریپوټونه او لیکنې وشوې او عبدالعظیم جان له ټولو نه هیر دئ؟؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مسافر

آیا که کوم کافر زمونږ د مرستی لپاره راشی و یا مونږ ته څه زده کړه را وښیی د هغه وژل پکار ده؟ که چیری کافران مونږ ته تعلیم راکړی او مونږ ته زده کړه را وښیي د هغوی وژل روا دی؟ له یوی خوا د کافرانو څخه تنخواګانی اخلو، تعلیم تری نه زده کوه او له بلی خوانه د خپل ټوپک شپیلی ورته نیسو و وژنویی. فکر کوم چه دا افغانی او پښتونولی نده. که جیری عظیم خان شهید جهاد کوالای نو ولی عسکری ته راته. بله داچه که امریکایان یرغلګر یی ولی یی دولت او خلک پر ضد… نور لوستل »

yousuf

مسافره ته خو کیدای شي ړوند او کڼ به یې اوس هم څه درته معلوم نه دی له کافره درس او کمك … افسوس…
پرته له دی چې په عقل دی افسوس وکړم نور هیڅ وینا نه درته لرم.
لږ تر لږه هم عقل نه لري…
څه درته ووایم که ویی وایم کیدای شی چې ویی نه منی الله دی درته لارښوونه وکړي.

Hameed

مسافره په خپل ایمان تجدید نظر وکړه پدی اوتو بوتو چی دا تا ویشتی له دینه خو معلومیږی چی ته د اسلام د دین په ابتدایی شیانو هم نه یی خبر امریکایان او دهغوی نور صلیبی ملګری نه دلته زمونږ مرستی ته راغلی او نه مونږ ته داسی تعلیم راښیی چی مونږ خیر ترینه وکړو بلکی خپلو گټو دلته راوستی دی دوی نه یوازی داچی له مونږ سره مرسته و نه وکړه بلکه نوره یی هم زمونږ ملی شتمنی ددولت په راس کی د فاسدو او خونخوارو کسانو په گمارلو ولوټله د کوم په برکت چی افغانستان په جهان کی… نور لوستل »

ایوبی

مسافر ته! یاره فکر کوم چې ته تراوسه د فیل په غوږ کې ویده یې، اول خو ستا دا جاهلانه پوښتنې څخه جوتیږي چې یو ګوډاګئ یی ځکه چې ته د کافر وژل ناروا بولې نو خامخا د خپلې تنخوا په خاطر هغوی دوستان ګڼې، او بله دا چې امریکایان هیڅکله د افغانانو مرستې ته نه دي راغلي که چیرې ستا دا فکر وی چې د افغانانو مرستې ته راغلي دی نو ستا ذهن د ډیموکراسۍ ایبولا وهلئ دی لطفا خپل ذهن ریفرش کړه او دا غربی مفکوره ورنه د تل لپاره وباسه، په دغه څوارلسو کلونو کې امریکایانو کوم… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x