افغانستان

سعودي د پاکستانۍ موسسې (الفرقان) بانکي حسابونه کنګل کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۲۲مه ۱۳۹۴ل): سعودي د پاکستان یوه موسسه (الفرقان) بانکي حسابونه کنګل کړي او خپلو اتباعو ته یې امر کړی چې دغې موسسې سره راکړه ورکړه ونه کړي.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی نن د پاکستان د خیریه موسسې الفرقان ټول بانکي حسابونه او شتمنۍ کنګل کړي او د سعودي اتباعو ته یې امر کړی چې نور ددغه موسسې سره تعامل ونه کړي.

د یاد وزارت خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه کار یې ددې لپاره کړی څو د سعودي څخه د خیریه فعالیت تر شا د «تروریزم» لپاره پیسې ونه لېږدول شي.

هغوی زیاته کړې چې سعودي دغه پریکړه د امریکا په ملتیا سره کړې او دواړو په ګډه د الفرقان موسسې په خلاف بندیزونه لګولي دي.

د امریکا خزانې وزارت هم تېره پنجشنبه اعلان وکړ چې دوی او ریاض د پاکستاني موسسې الفرقان په ضد بندیزونه لګوي، ځکه چې دغه موسسه د لشکر طیبه، طالبان او القاعده سره مالي مرستې کوي.

دا په داسې حال کې چې نن د سعودي هوايي چلند ادارې د پاکستان یوه مسافر وړونکې الوتکه هم پرېنښودله چې په سعودي کې ښکته شي.

د شاهین ايیر پاکستانۍ الوتکې په اړه د سعودي هوايي چلند ادارې ویلي چې د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله یې دغه هېواد ته نه ده پرې ایښې.

د شاهین ایر نننۍ الوتنه چې د معمول سره سم د سعودي دمام ښار ته سفر کوي، له هغه وروسته چې اجازه ورنه کړل شوه، دبۍ ته ولاړه او له هغه ځایه یې خپل مسافر بیرته پاکستان ته ورسول.

سعودي دا کارونه په داسې حال کې کوي چې پاکستان د سعودي هغه غوښتنه رد کړه چې د یمن په جګړه کې د سعودي سره مرستې وکړي.

د سعودي او اماراتو چارواکو د پاکستان دغه پریکړه د پاکستان د استراتیژیکو اړیکو په ضد بللې او دا یې د ایران په اشاره عمل ګڼل دی. دوی ګواښ کړی چې پاکستان به د دغې پریکړې بدې پایلې وویني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدصادق

دسعودی داعمل دستاینی ورده اوپکاده چی نو هم بندیزونوته زور ورکری سو پاکستان له دی خپل منافقانه عمل نه لاس په سر شی

rehmat jan

دسعودی عربستان تولی کرنی دامریکایی بادارپه خوشی پوری ترلی دی که سه هم سعودی داسلام اومسلمانانویومقدس هیوادده خونن صبایی واکمن دامریکادریموت په واسطه چلیزی داکاربه دمسلمانانولپاره یوبل گوزاروی دنوی باچاپه راتگ سره موامیدونه رازوندی سوی وو خودی ظالم نورهم په نادرولاس پوری کی الله جل جلاله دی په مسلمانانورحم وکی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x