افغانستان

د چورلکي د راغورځیدو په پيښه کې شپږ بهرني عسکر ووژل شول

eight soldiers killedنن ټکی آسیا: د افغانستان په جنوب کې دبهرنیانو د چورلکي د را غورځیدو په پيښه کې شپږ تنه بهرني عسکر ووژل شوه.
دا خبر د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په یوه خبرپاڼه کې ورکړل شوی، خبرپاڼه زیاته وي، چي تیره ورځ د افغانستان په جنوبي برخه کې د یوې چورلکې د غورځیدو له کبله د ایساف شپږ تنه سرتیري ووژل شول.

د خبرپاڼي له مخي د دې پيښي تحقیقات لا بشپړ شوي نه دي، خو لومړني راپورونه څرګندوي چي د پيښي په وخت په سیمه کې د مخالفینو فعالیت نه دی تر سترګو شوی.
همداراز په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چي وژل شوي عسکر د کوم هیواد تابعیت لرونکي دي.
د بلي خوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چي پرون مازیګر طالبانو د هلمند ولایت د موسی کلا د زبیر کاریز په سیمه کې د بهرنیانو یوه چینوک الوتکه وویشتله او را وې غورځوله، چي په ترڅ کې په الوتکه کي سپاره ټول بهرني عسکر ووژل شول.
باید وویل شي چي په څو ورځي تر مخه هم د هلمند ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کې د بهرنیانو یوه الوتکه را غورځیدلې وه، چي په کښي درې تنه امریکايان وژل شوي وه.
ددې عسکرو د وژني په اعلان سره ناټو ومنله چي په روان میلادي کال او میاشت کې ټول ټال ۲۴ عسکر وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x