ای پي ایل: چینای لوبډلې د حیدر اباد لوبډلې ته په ۴۵ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، وری ۲۲مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ څلورمه لوبه د چینای سوپر کینګ او سنرایزرز حیدر اباد لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې چینای لوبډلې د حیدر اباد لوبډلې ته په ۴۵ منډو ماتې ورکړه.

چینای سوپر کینګ لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره توپ وهنې پریکړه وکړه. چینای لوبډلې د میککلم غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي شل اورونو کې یوازې ۴ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۰۹ منډې جوړې کړې.

د چینای لوبډلې لپاره دوني په ۲۹ توپونو د څلور څلوریزو او څلور شپږیزو په مرسته ۵۳ منډې جوړې کړې. میککلم نننۍ لوبه کې په ۵۶ توپونو د ۷ څلوریزو او ۹ شپږیزو په مرسته ۱۰۰ منډې جوړې کړې او ناسوځیدلی پاتې شو.

د حیدر اباد لوبډلې توپ اچوونکي د چینای لوبډلې توپ وهوونکو په وړاندې پاتې راغلل. دغه لوبه کې بولټ خپل ۴ اورونو کې ۳۴ منډې ورکړې او یوه ویکټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنه کې د حیدر اباد لوبډلې ټاکل شوي شل اورونو کې ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۴ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په ۴۵ منډو د چینای په ګټه وبایلله.

د حیدر اباد لپاره وارنر په ۴۲ توپونو کې یوې څلوریزې او درې شپږیزې په مرسته ۵۳ منډې جوړې کړې او د حیدر اباد لوبډلې لپاره تر ټولو غوره توپ وهوونکی ثابت شو.

د چینای لوبډلې توپ اچوونکو هم غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه او سیالې لوبډلې ته یي د منډو جوړولو چانس ورنکړ. د چینای لپاره شرما او براوو دوه دوه ویکټې واخیستې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د