ورزش

ای پي ایل: د کلکتې لوبډلې له بنګلور لوبډلې څخه ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، وری ۲۲مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ پنځمه لوبه د کلکته نایټ رایډرز او رویال چیلینجر بنګلور لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې د بنګلور لوبډلې د کلکتې لوبډلې ته په درې ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د بنګلور لوبډلې وګټله خو سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. کلکتې لوبډلې ټاکل شوي شل اورونو کې خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې د کلکتې لوبډلې لپاره ګمبير په ۴۶ توپونو د ۷ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۸ منډې جوړې کړې. رسل په ۱۷ توپونو د ۶ څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۴۱ منډې جوړې کړې او ناسوځیدلی پاتې شو.

د بنګلور لوبډلې لپاره توپ اچوونې په برخه کې پټېل، ارون، احمد او چهل یوه یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنه کې د بنګلور لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۹ اورونو کې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړه او د کلکتې لوبډلې ته يي په درې ویکټو ماتې ورکړه.

د بنګلور لوبډلې لپاره تر ټولو غوره توپ وهنه کرېس ګېل وکړ. کرېس ګېل په ۵۶ توپونو د ۷ څلوریزو او ۷ شپږیزو په مرسته ۹۶ منډې جوړې کړې.

د کلکتې لوبډلې لپاره پټان دوه ویکټې واخیستې او خپل ۴ اورونو کې يي ۴۰ منډې ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx