نړۍ

استانبول: له ۸۵ کالو وروسته په لومړي ځل په ایا صوفیا مسجد کې قرآني ایتونه تلاوت شول

نن ټکی اسیا (يكشنبه، وري ۲۳مه ۱۳۹۴ل): د تېرې جمعې په ورځ د ترکیې د ایا صوفیا تاریخي مسجد په داخل کې د نبوي مولود د کالیزې په مناسبت غونډه جوړه شوې وه.

د غونډې پیل د معمول بر خلاف د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت وشو، چې دا په تیرو ۸۵ کالو کې لومړی ځل وه چې د ایا صوفیا په داخل کې د الهي کلام ایتونه په ازاده فضا کې زمزمه کیږي.

دا غونډه چې د ترکیې د دیني چارو ریاست سمبالوله، د استانبول د والي سربېره نورو لوړ پوړو چارواکو په کې ګډون کړی وه.

له دې وړاندې ترکانو د ایا صوفیا په بهرنۍ ساحه کې له بندیز سره سره اذان او لمونځ ادا کړی دی، خو د دغه پخواني مسجد په داخل کې د لومړي ځل لپاره د قرآن کریم ایتونه تلاوت شول.

باید وویل شي چې د مصطفی کمال اتاتورک له وخته د ایا صوفیا په داخل کې هیچا ته د دیني شعائرو د ترسره کولو اجازه نه وه.

د ایا صوفیا ودانۍ په ۵۳۷ م کال د ختیځ روم د امپراتورۍ پر مهال د کلیسا په موخه جوړه شوې وه چې تر ۹ پیړیو زیاته د کلیسا په توګه پاتې شوه.

کله چې په ۱۴۵۳ م کال مسلمانانو قسطنطینیه (استانبول) فتح کړ، په ټول ښار کې جامع مسجد نه وه، نو عثماني خلیفه (سلطان محمد الفاتح) د نوموړې کلیسا ودانۍ له عیسویانو څخه وپيردوله، دا ودانۍ په داسې توګه رغول شوې وه چې قبله يې د مسلمانانو له قبلې سره برابره وه، سلطان محمد الفاتح یې په داخلي شکل کې بدلون راووست او د مسجد بڼه یې ورکړه.

ایا صوفیا د ۴۸۱ کالو لپاره د مسلمانانو مسجد وه، په دغې موده کې عثماني خلیفه ګانو وخت پر وخت ترمیم کړی او متضرر شوې برخې يې رغولي دي.

په ۱۹۳۴ م کال د ترکیې سیکولر ولسمشر مصطفی کمال اتاتورک په ایا صوفیا مسجد کې په لمانځه پابندي ولګوله او دغه تاریخي مسجد یې په موزیم بدل کړ.

خو په ترکیه کې د «عدالت او پرمختیا» ګوند واک ته له رسېدو وروسته د ترکیې ولس هڅې پیل کړي د ایا صوفیا تاریخي مسجد، چې اوس ترې د موزیم استفاده کیږي، یو ځل بیا په مسجد بدل شي.

د ۲۰۱۲ کال په می میاشت کې زرګونو کسانو د دې ودانۍ په انګړ کې لاریون وکړ او د «په ایا صوفیا کې د تکبیر غږ ته اجازه ورکړئ» په بدرګه کولو یې له حکومته غوښتنه وکړه چې دا مسجد یو ځل بیا فعال کړي. زرګونو لاریون کوونکو د محمد الفاتح په لاس د قسطنطینیې د فتحې د ۵۵۹ مې کلیزې په مناسبت په لومړي ځل د ایا صوفیا په انګړ کې په جماعت لمونځ ادا کړ.

د ۲۰۱۴ کال په می میاشت کې د «اناتولیا ځوانانو ټولنې» د «جای نماز راوړه او راځه» تر شعار لاندې کمپاین په ترڅ کې یو ځل بیا د ایا صوفیا په انګړ کې د سهار لمونځ په جماعت ادا کړ. د یادې ټولنې په وینا، د ایا صوفیا موزیم بیرته په مسجد بدلولو د غوښتنې لپاره یې ۱۵ میلیونه لاسلیکونه راغونډ کړي دي.

په تېره یوه لسیزه کې چې رجب طیب اردوګان سیاسي ډګر ته راوتلی، په ترکیه کې د اسلامي تشخص او اسلامي هویت شعور مخ په زیاتیدو دی. د عدالت او پرمختیا ګوند واک ته له رسیدو وروسته په دې هیواد کې عثماني خلافت او د هغه مهال تاریخي ارزښتونو ته درناوی هم زیات شوی.

پر حکومت چارواکو سربېره، ډیری ترکان د عثماني خلافت تاریخ ته په ورګرځېدو ټینګار کوي او په هیواد کې د کمال اتاتورک په لاس له اسلام ضد «سیکولر اصلاحاتو» سره مخالفت ښيي. خو د اردوګان په مشرۍ د ترکیې نوی اسلامپال حکومت په دې لړ کې له احتیاطه ډک ګامونه پورته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
kadir mohmand

این راپور درست نیست تقریباٌ جهل سال قبل وقتیکه من محصل بودم در مرکز شهر صوفیه پهلو سوم مغازه بزرگ مسجد جامع وجود داشت ما چند نفر محصلین همیشه نماز های چمعه خود را با شهید کاکا عبدالرحمن خان هراتی می خواندیم و هم در آنجا چند نفر پیر مرد که کمونستان پای هایشان را قطع نموده بودند هم توسط اقارب شان به مسجد می آمدند و با ما نماز می خواندند . و الله (ج) را سپاسگزارم که یکی از اولین کسانی هستم که چند ساعت بعد از کودتای منحوس هشت ثور با مشت بدهن کمونست ها زدم که… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x