افغانستان

افغاني سرتیري ۲۱ بهرنیو عسکرو ته مرګ ژوبله واړوله

attack on PRT in hirat(نن ټکی اسیا جنوري  ۲۰۱۲/۲۰) دافغانستان دملي اردو یو عسکرو دافغانستان په ختیځ کی څلور بهرني عسکرپه ډزو سره وژلي او اوه لس نور یی ژوبل کړي، دافغانستان دملي امنیت یوه چارواکي له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت ویلي چی دغو عسکروپه افغانستان کي دفرانسي هیواد له ځواکونو سره تړاو دردلود او دکاپیسا ولایت په ختیځ کی دتګاب په دره کی نن سهار دافغاني سرتیري له لوري په دزو سره ووژل شول.

سرچیني وایی په دی وروستیو کی دافغاني سرتیرو له لوري دبهرنیو عسکرو دوژلو پیښي ډیری شوی دي چی له امله یی دغه هیواد کي بهرني ځواکونه له سختي اندیښني سره مخ کړی دي.

په افغانستان دبهرنیو ځواکونوله لوري چی له وړاندی څخه لا دوسلوالو طالبانو له لوري له سخت مقاومت اوګواښ سره مخ دي، دی وروستیو کی دهغو عسکرو له لوري چی ددغو دبهرنیو ځواکونو له لوري روزل کیږي، او په ملیاردونو ډالر ددغو عسکروپه تربیه اوروزنی کی لګوي سخت پریشانه کړی دي.

دسرچینو په وینا چی بهرنیو عسکرو په افغانستان کی ویره څرګنده کړی ده، چی کیدای شي دا رنګه پیښي به نوري هم دوام ومومي دا به دبهرنیو ځواکونو او افغاني سرتیرو ترمنځ باورله منځه یوسي.

نوموړي زیاته کړه دارنګه بریدونه له هغو بریدونو څخه ډیر خطرناکه دی کوم چي دوسلوالو طالبانو له لوري مخامخ دبهرنیانو په مقابل کی ترسره کیږي. تیره میاشت هم په ورته یو برید کی دوه فرانسوی اویو امریکایی عسکر وژل شوی وو، چی دبهرنیو عسکرو له لوري دغه پیښه سهوه بلل شوي وه.

دتیر کال دنومبر په میاشت کی یوه افغانی سرتیري، دري اسټرالیایی او دوه افغانی عسکر په ډزو سره ووژل چی بیا له دغی پیښي څخه دوي اوني وروسته په ورته پیښه کی یو بل افغانی سرتیري دیو افغاني ژباړن په شمول دری نور اسټرالیایی عسکر ووژل.

د تیر کال دسپټمبر په میاشت کي دافغانستان په پلازمیني کابل کی دهغه ساتونکي له لوري چی دامریکایانو دقونسلګري له لوري د سي آي ای پریوه وداني باندی دساتونکي په توګه پردنده ګمارل شوی وو دغه وداني کی یو امریکایی قراردادی ترډزو لاندی راوستي اوځاي پرځای یی وواژه.

د یادوني وړ ده چی تیره ورځ دافغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې دامریکایانو یوه  چورلکه راغورځیدلې، چي د ایساف په وینا په کښي شپږ عسکر وژل شول، او د الوتکي د راغورځیدو علت يې تخنیکی ستونځه ښودلې وه.

خو طالبانو بیا دبهرنیو عسکرو ددفتر خبر رد کړي اودعوه یی کړی ده چی چورلګه په سیمه کی ددوی دوسلوالو له لوري په ډزو سره رانسکوره شوی ده. دچورلکي د راغورځید دغه پیښه له هغه پیښه څخه کومه چی تیرکال داګسټ په میاشت کی دمیدان وردګو ولایت کي رامنځ ته شوی وه او دیرش تنه امریکایی عسکر په کښي وژل شوی وه، دوهمه خونړي پیښه وه.

باید وویل شي چي تیره ورځ چی کومه چورلګه راغورځیدلې وه، هغې دڅلویښتو کسانو دوړلو اولیږدولو توان درلود خو بهرنی ځواکونه وایی چی الوتکه کی ټول شپږ تنه عسکرسپاره وو چی ټول وژل شوی دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x