نړۍ

د یمن سره پر پوله د سعودي ۳ پوځیان مړه او ۲ ټپیان شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۳مه ۱۳۹۴ل): د سعودي وزارت دفاع اعلان وکړ چې ددوی درې تنه ضابطان د یمن د پولي سره نیژدې په یوه سرحدي پوسته کې ووژل شول.
د وزارت دفاع د بیان سره سم دغه پيښه د یمن د پولي سره د نجران په سیمه کې هغه وخت را منځته شول کله چې د یمن له لوري د سعودي په خوا هاوانونه را وتوغول شول، چې له کبله یې یو هاوان د عسکرو په منځ کې ولګېد، او په ترڅ کې درې تنه ظابطان ووژل شول، دوه نور ټپيان شول.

له هغه وروسته چې په یمن کې د سعودي په مشرۍ د عاصفة الحزم په نامه ایتلافي عملیات شروع شوي تر اوسه د یمن سره پر پوله د سعودي ۵ تنه پوځیان وژل شوي دي.

سعودي په یمن کې وروسته تر هغه عملیات پيل کړل، کله چې په پلازمینه صنعا باندي شیعه ملیشې حوثیانو انقلاب وکړ، او هلته یې د هادي عبد ربه حکومت ړنګ کړ، او خپل حکومت یې اعلان کړ.

سعودي وايي چې د حوثیان د ایران او پخواني ولسمشر علي عبد الله صالح په مالي او عسکري ملاتړ تر صنعا پوري ورسیدل، تر څو د خلیج او سعودي امنیت ته ګواښ جوړ کړي.

د سعودي دوزارت دفاع بیان ادعا کړې چې پر پوله باندي د دوی پوځیان توانېدلې چې جازان او نجران په سیمه کې په ځمکني عملیاتو کې د حوثیانو ۵۰۰ جنګیالي ووژني.

د سعودي ایتلاف ویاند وویل چې دوی د بمباریو له پیل څخه تر اوسه ۱۲۰۰ ځله په یمن کې بمبار کړی، او په هغو کې د حوثیانو او علي عبد الله صالح د پوځیانو دقیق اهداف په نښه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx