نړۍ

څیړنه: هرپنځم امریکایی په روانی ناروغي باندی اخته دي

 

(نن ټکی اسیا جنوري ۲۰۱۲/۲۰) نیویارک: څيړنو ښودلی چی تیرکال په امریکا کی هرپنځم کس یعنی ۵۰ ملیونه امریکا یان په روانی ناروغي باند اخته وو.
داخبردامریکی دحکومت له لوري تیرورځ پرلیکه شوی وو، راپورکی راغلي چی دروانی ناروغي قربانیان اکثره میرمني اوځوان امریکایان دی، دغه څيړنه دامریکا د رواني ناروغي دڅیړنیز مرکزله لوري ترسره شوی وه

دغه ډله څیړونکی وایی چی دڅیړنو پروخت داهم مالومه شوه چي روانی ناروغانو کی دښځو شمیر دنارینه وو په پرتله زیات دي، ځکه کله چی څیړنه ترسره شوه دامالومه شوه چي ښځي دنارینه وو په نسبت ۱۸٪ بیا تر ۲۵٪ کی ترنارینه وو زیاتي په رواني ناروغیو اخته دي.
هغه ځوانان چی عمرونه یی له ۱۸ بیا تر ۲۵ کلنوپوري رسیږي دهغو باخه عمره خلګو چی عمرونه یی ۵۰ کلني ته رسیږي په پرتله دوه برابره په رواني ناروغیو اخته دی.
څیړونکي ډله وایی ۵٪ کی یعنی (۱۱.۴ ) ملیونه امریکایان په داسي سختو رواني ناروغیو اخته خلګ دی چی حتی دغه ناروغي ورته دژوند لپاره خطرناکه ګواښ رامنځ ته کړی دي.
۸.۵ ملیونه امریکایانو دورپیښو رواني ناروغیو له امله څو څو ځلي دځان وژني فکرونه او ارادي کړی دي،او ۲.۵ملیونه امریکایانو ددغو ناروغیو له کبله دځان وژني پلانونه جوړکړي دی، اوهمدارنګه ۱.۱ ملیونه امریکایان بیا درواني ناروغي له امله مړه شوی دي.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x