سیند په کوزه کې؛ کیسه ګۍ

حامد افغان
سودا
د ادې په خرهار راویښ شوم خونه مې رڼا کړه، چې کتل مې مورکۍ مې د مرګ او ژوند ترمنځ ساه اخیستله، څنګ ته یې د مرګ ملایکه ولاړه وه!، سخت ووېریدلم، او ومې پوښتله: دلته څنګه راغلې یې؟ ول د مور ژوند دي اخلم، ورته ومې ویل: یوه سودا نه راسره کوې؟ ول څنګه؟ مال : زما مور ته زما ژوند ورکړه، هغې راته وویل: زه ستا روح اخیستلو ته راغلې وم خو دا سودا دي مور را سره وکړه، او نورو ته هم ووایه چې له مندو سره مو پام کوئ.

مور ته چې زوی/لور غږ کړي هغه ورته وايي: اجار… یعني ما له تا ځار کړې، او ستا بلا واخلم او.. یعني په ورځ کې څو ځله د مرګ له ملایکي سره د خپل اولاد په سر سودا کوي!.

شاعر ته پیغور

یوه شاعر چې خوله یې لیږ کږه وه د یوه پاچا په مخکي د هغه په ستاینه کې لویه قصیده وویله، پاچا سلامت خو څه شی ور نکړل دا یې هم ورته وویل: دا خوله دي ولې کږه ده؟ شاعر چې په نه ورکړه خپه او په دې پېغور ډوله پوښتنه ټمبه شو ورته ویې ویل: صیب دا ماته الله زما د کړنو سزا راکړې ده، پاچا ورته وویل: ستا کړني څنګه دي؟ شاعر لالا ورته وویل: ټوله ورځ په باطله د خلکو صفتونه کوم.

له سخا سره مینه

هغه چې سپینږیری شو خپلي کورنۍ بندیز پرې ولګاوه چې خلکو ته به ورکړي او خیراتونه نه ورکوي، نو کله به چې څوک د خیرات له پاره ورته راغی ده به ورته وویل: لیږ رانږدې شه، چې ورنږدې به شو په مخ به یې څپیړه ورکړه، او ورته وبه یې ویل: زما ځپلوانو ته ورشه ورته وا زه ستاسو مشر ووهلم زه له هغه نه خپل غچ اخلم یا به ما ته دومره شی راکوئ، هغه سړی به د ده خپلوانو ته ورغی او کیسه به یې ورته وکړه، هغوی به مجبوره شول سړي ته به یې د ده له شتمني نه څه شی ورکړل او راضي به یې کړ.
دا د جاهلیت د پیر د عربو د بنو تیم قبیلې مشهور سخي مشر عبدالله بن الجدعان التیمي د جود او سخا کیسه_ګۍ

هم نومي ته ډالۍ

د عمر بن عید العزیز پلار عبد العزیز بن مروان د مصر والي و، یو وخت په یوه بازار کې روان و، یوه سړي خپل زوی ته غږ وکړ: وه عبد العزیزه! ده چې یې غږ واوریده ورویې غوښت او لس زره درهمه یې ورکړل چې دا به په دې زوی ( د ده هم نومی) لګوې.

عربو کې چې څوک پخپل زوی د چا نوم کیږدي هغه خوشالیږي او خامخا هغه ماشوم ته ډالۍ ورکوي.

غریبي پاچهي ده

یوه ورځ کورنی موږک له صحرایي موږک سره مخامخ شو او ورته ویې ویل: په دې سپیرو دښتو کې وږی نهر ګرځې د خلکو کورونه له نعمتونو ډک دي، راځه زما سره ولاړ شه، وږی صحرایي موږک ورسره ولاړ، دواړه یوه کور ته ننوتل، کورني موږک په تلکه کې بنده غوښه ولیدله ملګري ته یې په غرور وویل: ګوره! څومره خوندوره غوښه ده، او غوښي ته یې خوله ورواچوله، تلکي په غړۍ کې تم کړ، له ترپکو او د لکۍ له اشارو یې صحرایي موږک وپتېیله چې باید پښې اوباسي، د صحرا لور ته یې مڼډه کړه او له ځانه سره یې وویل: هلته نعمتونه ډېر دي خو د سر په بیه، هغه غریبي چې سر ته په کې خیر وي له هغې شتمني ډېره ښه ده چې د سرخوړلو خطر لري، او بیرته یې خپلو خړو دښتو ته سر سلامت ورساوه.

هه هه

د امام احمد رحمه الله په کتاب : الزهد 1150نمبر روایت کې راغلي: انس رضي الله عنه وايي: ابوموسی ته چا وویل: غزوان نه خاندي! هغه ورته وویل: غزوانه! ته ولې نه خاندې؟ غزوان ورته وویل: خندا خو (هه هه) ده او په دې څه کوم. عن انس رضي الله عنه قال: قیل لابي موسی: ان غزوان لایضحک! قال: فقال: یا غزوان لم لا تضحک؟ فقال: هه هه وما اصنع بهذا. د خطیب په الجامع نومي کتاب (286/1) کې راغلي: د هشیم خندا به (هه هه) وه. وفي الجامع للخطیب (286/1): وصف ضحک هشیم هه هه. نو په تحقیق سره ثابته شوه چې دا د خندا پرلتړلې هاګاني: هه هه، د فېسبوک، ټویټر، واټساپ او.. ایجاد نه دی، بلکه دا پخوا لا کاریدلې.

کتاب سره مینه

محمد بن الحسن بن حمدون، أبو المعالي، البغدادي (495 هـ – 562 هـ ) 1102م – 1167 م) د بغداد مشهور ادیب، مؤرخ او عالم و، ویل کیږي له کتاب سره یې د لیونتوب تر حده مینه وه، د مختلفو علومو او فنونو کتابونه یې اخیستي او ستره کتابخانه یې جوړه کړې وه. د عمر په وروستیو شپو کې دومره غریب شو چې خپلو کتابونو خرڅولو ته اړ شو، یو شاګرد یې وايي: کله به يې چې کوم کتاب د خرڅولو له پاره وراخیستی و له سترګو به یې داسې اوښکي رواني وې لکه یو څوک چې له خپلو وروڼو او زامنو بیلیږي. (تذکرة الحمدونیة) .

د جرح او تعدیل پوهه!

په یوه محاضره کې یوه عالم خبري کولې، په خبرو کې یې د یوه حدیث په اړه وویل: دا حدیث امام الباني ضعیف بللی دی، یو کس ورته وویل: سړیه! الباني(مړ٢ أكتوبر، ١٩٩٩م) پخپله ضعیف دی، هغه ورته وویل: الباني ولې ضعیف دی او څوک یې ضعیف بولي؟ ده ورته وویل: الباني امام السیوطي( مړ٢٠ أكتوبر، ١٥٠٥م) ضعیف بللی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

ماشاء الله : حامد وروره په ګوتو دي برکت شه داخو دي ريښتیا سیند په کوزه کې رابندکړی دی ، الله تعالی دي جنتونه نصیب او ارمانونه پوره کړه ، قلم دي تاند او په عمر دي له موږ بوډاګانو سره برکت شه